د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

مجاهد: هیله ده پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې صادق وي


د افغانستان د سولې عالي شورا په پاریس کې د جوړېدونکې غونډې نتایجو ته هیله منه ده او وايي حالات، منطق او اسلامي غوښتنې د دې تقاضا کوي چې ټولې خواوې د سولې د مذاکراتو لپاره سره یوه خوله شي.

د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد دغه خبرې د افغان چارواکو تر هغو څرګندونو ورسته وکړې چې ولسمشر غني به په پاریس کې په سیمه او افغانستان کې د سولې او امن په خاطر په یوه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې دا ځل به پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې خپلو خبرو او کړو ژمنو ته صادق پاتې شي.

ښاغلي مجاهد وویل:

"زموږ به امید دا وي چې دا ځلې د پاکستان حکومت خپلو ژمنو، خپلو خبرو کې صادق اووسېږي، هره هغه غونډه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې کېږي د هغې له شانه باید سیاسي اراده او رېښتینولي موجوده وي."

ښاغلی مجاهدوايي چې اوسنیو حالاتو ته په کتو او دا چې اوس بهرني سرتېري له افغانستان څخه وتلي او د طالبانو په قیادت کې هم بدلون راغلی دی سولې ته د رسېدو امکان ډېر شوی دی.

په سیاسي چارو کې د ولسمشر استازي محمد اکرم خپلواک د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه کړې چې د پاريس په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ښاغلي خپلواک د وینا له مخې هلته به د افغانستان د ولسمشر، د پاکستان د صدراعظم او د برېتانيا د صدراعظم په ګډون درې اړخيزه او بيا د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ دوه اړخيزې کتنې وشي.

د ولسمشر د سیاسي استازي له قوله چې ولسمشر غني له خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه د راغلي هغه پلاوي په غوښتنه چې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف له خوا ورجرګه شوي ول په دغه سفر کې ګډون ته غاړه ایښې ده.

د یادونې وړ ده چې فرانسه په خپله هم په دې وروستیو کې د یو شمېر ترهګریزو بریدونو ښکار شوه چې په سلګونه کسانو ته په کې مرګ، ژوبله واوښته.

خو د چارو یو شمېر کارپوهان بیا د دغې غونډې نتایجو ته هم ډېر هیله من نه دي.

دوی وايي چې په دغې غونډه کې به هڅه دا وي چې د دغو دواړو هېوادونو په مرسته د ترهګرو پلویان وموندل شي، خو د دوی په وینا له دې فرصتونو څخه هم باید استفاده وشي.

د طالبانو یو پخوانی غړی سید اکبر اغا وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې څو اړخیزه ښکېلتیا د ده په اند ښايي نتیجه ورنه کړي.

هغه زیاتوي:

"دا یوازې په پاکستان پورې اړه نه لري د افغانستان په حکومت پورې هم اړه لري او په خارجیانو پورې هم اړه لري، نو چې په ډېرو پورې یې اړه ودرلوده زه بیا خپله ورته هیله من نه یم."

په ورته وخت کې د چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې خپلو خبرو ته ژمن نه دی او په کار ده افغان چارواکي د یو لړ فشارونو په نتیجه کې یاد هېواد صادقانه همکارۍ ته اړ کړي.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"البته د مذاکرو په اړه په ټوله کې دا نشو ویلی چې افغان دولت دې مذاکرات نه کوي خو باید پام مو وي چې د پاکستان ژمنه، ژمنه نه ده، موږ باید خپل تدابیر ولرو، څو خواوې سیاست وکړو او پر پاکستان فشارونه زیات کړو."

په افغانستان کې امن په سیمه او نړۍ کې د امن په مانا دی.

دا هغه خبره ده چې په وار، وار سره د نړیوالو لوړپوړو چارواکو له خوا په لویو غونډو او کنفرانسونو کې شوې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو اترو د منځکړتوب په هدف د نړۍ د هېوادونو لېوالتیا او تیاری دا جوتوي چې د ترهګرۍ په وړاندې نړیوالې مبارزې ته اراده موجوده ده.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG