د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ولسمشر غني د پاريس په درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي


د افغان حکومت سرچينې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکو څو ورځو کې د اروپا په سفر ځي.

دى به په پاريس کې له پاکستاني او بريتانوي چارواکو سره په درې اړخيزه او د پاکستان له عالي رتبه مقاماتو سره په دوه اړخيزه غونډه کې خبرې وکړي.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې وه.

د ولسمشر سياسي سلاکار محمد اکرم خپلواک ازادي راډيو ته وويل چې ولسمشر غني د خيبرپښتونخوا او کوټې د سياستوالو په غوښتنه په دې غونډه کې ګډون ته غاړه کښېښوده.

دغه سياستوال څو ورځې مخکې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په غوښتنه افغان ولسمشر ته په جرګه ورغلل:

"د دغو سياسي مشرانو د پيغام او غوښتنې پر اساس ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه وکړه چې د پاريس په کنفرانس کې ګډون وکړي.

هلته به د افغانستان د ولسمشر، د پاکستان د صدراعظم او د بريتانيا د صدراعظم په ګډون درې اړخيزه او بيا د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ دوه اړخيزه کتنې وشي."

په دغو سياستوالو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى؛ د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان؛ د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو؛ په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند ايالتي مشر سناتور افراسياب خټک؛ سکندر شېرپاو، انجنير شکر الله خان، اياز وزير، سليم خان، سناتور عثمان خان کاکړ او نور ګډون لري.

افغان حکومت وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په دغه درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته شرط ايښى و چې دغه هېواد د افغانستان د سولې، امن او نورو مسايلو کې خپله پاليسي واضح کړي.

دغو سياستوالو دغه راز له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنه کړې چې د اسيا د زړه په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

يوشمېر پاکستاني چارواکو د پاکستان نېشن ورځپاڼې ته ويلي؛ په پام کې ده، د اسيا د زړه کنفرانس راتلونکې اوونۍ د ډسمبر پر اوومه او اتمه په اسلام اباد کې جوړ شي.

دا د وزيرانو په کچه پنځمه غونډه ده چې د افغانستان؛ اذرباييجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسيې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان او متحده عرب اماراتو په ګډون د ٢٦ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران په کې ګډون کوي.

د اسيا د زړه هېوادونو يا د اسټانبول بهير په نامه د غونډو دغه لړۍ په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د حالاتو په اړه په سیمه يیزه کچه د تفاهم د زیاتېدو په هدف پیل شوه.

XS
SM
MD
LG