د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

مدني فعالان: د جلال اباد ښاروالۍ اړوند پخواني قراردادونه باید لغوه شي


جلال اباد ښار
جلال اباد ښار

د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو د شنبې په ورځ د جلال اباد له ښاروال سره په لیدنه کې ترې غوښتنه وکړه چې پخواني له فساده ډک قراردادونه دې لغوه کړي.

دوی تور پورې کړ چې د پخواني ښاروال په وخت کې زیاتره قراردادونه له داوطلبی پرته شوي او ښاروال ته يې ډاډ ورکړ چې په دې مبارزه کې ورسره ټول مدني فعالان ولاړ دي:

"عبدالرحمن: په زړو قراردادونو کې چې فساد ګورې؛ غبن ګورې ټول لغوه کړه، ټول مدني فعالان او ځوانان درسره دي.

غمشریک: پخواني قراردادونو داوطلبي نه ده شوې ټول په شخصي توګه شوي."

د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان د نویو قراردادونو په اړه مدني فعالانو ته ډاډ ورکړ چې ټول به له فساد څخه پاک وي؛ خو د پخواني قراردادونو په اړه يې وویل چې هغوی ته قانوني بڼه ورکړل شوې او دی يې د لغوه کولو صلاحیت نه لري:

"قانوني مراحل د ټولو شوي، دا به واضیح سره وغږیږو، دا خو پروفیشنل کار شوی، که غلا هم شوې په کې شوې قانوني رنګ يې ورکړی؛ دا صلاحیت زه هم نه لرم چې ووایم دا قرارداد مې خوښ نه شو او مات يې کړم؛ که موږ غواړو چې دا قراردادونه مات کړو؛ نو قانوني لاره به ورته لټوو."

بل خوا د ولایتي شورا وکیل ذبیح الله زمری بیا ټینګار کوي چې پخواني قراردادونو ته هسې نوم ورکړل شوی؛ خو په اصل کې ټول د پخوانیو چارواکو او مافيايي کړیو ترمنځ جوړجاړی شوی.

دی وايي، نه یوازې پخواني قرادادونه لغو شي؛ بلکې په کې ښکېل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي:

"خو همدغسې یو تعداد مافيايي اشخاصو له مافيايي کړیو سره يې لاس یو کړی و؛ د دولت له ګټونه سوء استفاده، د خپلو جیبونو ډکول لپاره سره لاس یو کړی و چې د دولت عواید خپل جیب ته واړوي دا باید د قانون په چوکاټ کې محاکمه شي او هر هغه څوک چې په کې لاس لري هغه دې هم محاکمه شي."

دا اوسنی ځل نه دی چې مدني فعالان او د ولایتي شورا وکیلان د جلال اباد ښاروالۍ د قراردادونو په اړه اندېښنې شریکوي؛ له دې وړاندې هم په وار - وار په دې اړه غږ پورته شوی؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اصلاحات نه دي راغلي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG