د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

ولسي جرګه: د حاجیانو د لېږد د قرارداد په برخه کې فساد شوی


ولسي جرګې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانود لېږد په تېره پروسه کې د پیسو د اختلاس په هکله؛ د حج او اوقافو وزیر، د ملکي هوايي چلند او اریانا هوايي شرکتونو رییسان استجواب کړي وو.

که څه هم ولسي جرګې د یوزرو درې سوه څلورنوي یم لمریز کال د حج پروسه بریالۍ وګڼله؛ خو د اریانا افغان هوايي شرکت له خوا یې له بهرنیو هوايي شرکتونو سره د تړونونو د شفافیت په هکله یو لړ پوښتنې مطرح کړې.

د ولسي جرګې غړیو ویل، کوم تړونونه چې له نایجیریایۍ او مصري هوايي شرکتونو سره شوي؛ د حاجیانو د لیږد کمیټې په کې د داوطلبۍ معیارونه په پام کې نه دي نیولي.

د ولسي جرګې غړو ویل، داسې بهرني هوايي شرکتونه موجود وو چې د یوساعت پرواز په بدل کې يې اته زره ډالره کرایه غوښتله؛ خو اریانا افغان هوايي شرکت دا تړونونه یوساعت په دولس زره ډالرو کړی دی.

د ولسي جرګې دا غونډه چې مشري یې د جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر کوله؛ وویل، د وکیلانو دې پوښتنو ته باید د جرګې په راتلونکې غونډه کې د حاجیانو د لیږد د کمیټې مسوول داوود سلطانزوی ځواب ورکړي:

"د لېږد د پروسې په راس کې د جمهوری ریاست ستر سلاکار داوود سلطانزوی دی؛ هغه دې یوې غونډې ته راوغوښتل شي او له هغې وروسته به د تړونونو ټول اسناد د ولسي جرګې له ادرس څخه جمهوري ریاست ته واستوو."

دغې غونډې ته د حج او اوقافو وزیراو د آریانا افغان هوایي شرکت او ملکي هوایي چلند رییسان وربلل شوي وو.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې د حج د پروسې لپاره جمهور رییس اشرف غني د حکومت د څو ارګانونو په ګډون یوه کمېټه ګمارلې وه چې یاده پروسه ترسره کړي.

سره له دې چې استجواب شویو مسوولینو یو لړ پوښتنې ځواب کړې؛ خو د ولسي د غړیو قناعت یې حاصل نه کړ.

د هوایي چلند رییس حامد ظاهر وویل؛ دا تړونونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي وو چې د افغان اریانا نرخونه په کې تر نورو ټیت وو؛ د همدې له امله د موضوع په اړه د لوړو مقاماتو له حکم سره اجراات شوي دي:

"جمهور رییس د شرکتونو مسوولینو ته دنده وسپارله چې خپلې طرحې وړاندې کړي. د کورني هوايي شرکتونو یو کنسرسیوم جوړ شو او نرخونو ته په کتو سره حکم وشو چې دا تړون دې له اریانا هوايي شرکت سره وشي."

تراوسه داود سلطانزوی د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وروسته به معلومه شي چې ښاغلی سلطانزوی د ولسي جرګې راتلونکې غونډې ته څه ځواب لري.

دا لومړی ځل نه دی چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږد په پروسه کې ستونزې پیښيږي؛ بلکې پخوا تردې هم ورته شکایتونه شوی وو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG