د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

"د افغان کډوالو راستنول باید د پخوانیو تفاهم لیکونو له مخې وي"


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له کوربه هېوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو راستنول باید د پخوانیو تفاهم لیکونو له مخې وي.

له خطرناکو لارو څخه تېرېدل، په اوبو کې ډوبېدل، لوړ مصارف او حتا لادرکه کېدل اروپا ته د آرام او ښه ژوند په هدف د غیر قانوني تګ خطرونه دي.

افغان پناه غوښتونکي له دغو ټولو خطرونو سره ـ سره ځانونه اروپا ته رسوي؛ خو د کوربه هېوادونو له خوا یې د پناه غوښتنې د وړاندیز د نه منلو په خاطر بېرته افغانستان ته رالېږل کیږي.

د تازه راپورونو له مخې ناروې غواړي چې خپلې خاورې څخه یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته راولیږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرئت ازادي راډيو ته وویل چې ناروې باید د افغان پناه غوښتونکو په را ایستلو کې د مخکینو تفاهم لیکونو له مخې اقدام وکړي.

"راپورنه ښیي چې ټاکل شوې ناروې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې وړاندیزونه یې نه دي منل شوي یا پناه نه ده وکړل شوې؛ افغانستان ته د مخکینو تفاهم لیکونو له مخې د منلو وړ دي او د افغانستان دولت باید خپل مکلفیتونه د نړېوالو کنوانسیونونو او نړېوالو تړونونو له مخې تطبیق کړي."

راپورنه وایي چې ټاکل شوې ناروې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې وړاندیزونه یې نه دي منل شوي؛ له خپل هېوادوه وباسي.

دا په داسې حال کې چې د ناروې هېواد په افغانستان خپل تبلیغاتي کمپاین د غیر قانوني کډوالۍ لپاره پیل کړی.

له دې څخه وړاندې جرمني هم ورته کمپاین په افغانستان کې پیل کړي و؛ څو افغانان له غیرقانوني مهاجرتونو څخه لاس واخلي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ هر ډول اقدام چې اروپایي هېوادونو ته له غیرقانوني مهاجرتونو څخه مخینوي کوي؛ ورڅخه تود هرکلي کوي.

خو دغه وزارت وایي چې دغه کمپاینونو باید د افغان حکومت سره په همغږۍ جوړ شي.

په عین حال کې د ولسي جرګې د کډوالو او راستنېدونکو چارو کمیسیون له حکومت نه غواړي چې په اروپايي هېوادونو کې د پاتې پناه غوښتنکو افغان کډوالو د را شړلو څخه مخنیوي وکړي.

د دغه کمیسیون یوې غړې پروین درانی وویل:

"د حکومت له مشرانو نه دا خواهش دی؛ هرڅومره ژر چې کیږي، د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره وګوري ځکه چې ژمی دی، افغانان په ډېر مشکل سره هلته تللي دي او هغوی باید په زوره راونه باسي."

له تېر یو کال راهیسې اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو غیرقانوني تګ زیات شوی؛ د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې شاوخوا یولکو پنځوس زره افغان ګډوال اروپا ته رسېدلي او ډېری یې جرمني ته تللي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ټولو اروپايي هېوادونو نه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو پر وړاندې له سخاوت څخه کار واخلي او هغوی په زروه له خپلې خاورې څخه و نه باسي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG