د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

که د طالبانو پر ضد عملیات پیل نه شي ښايي کندز ښار بیا سقوط وکړي


د کندز ولایت د ولایتي شورا غړې او د دې ولایت د مدنې ټولنو فعالان
د کندز ولایت د ولایتي شورا غړې او د دې ولایت د مدنې ټولنو فعالان

د کندز ولایت د ولایتي شورا غړې او د دې ولایت د مدنې ټولنو فعالان وايي؛ که چېرې د ژمي په موسوم کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل نه شي؛ نو یوځل بیا به کندز ولایت د طالبانو ولکې ته ورشي؛ ځکه اوسمهال د دې ولایت شاوخوا ډېرې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي او تراوسه پورې تصفیه شوي هم نه دی.

دا خبره د کندز د ولایتي شورا غړو او د مدنې ټولنو فعالانو به هغه غونده کې وکړه چې د دې ولایت د امنیتي ځواکونو د ستایلو په هدف جوړه شوي وه.

د کندز د ولایتي شورا غړې غلام رباني رباني وايي؛ که چېرې مرکزي حکومت د ژمي په موسوم کې د طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل نه کړي؛ نو د هوا ګرمېدو سره به شاید طالبان یوځل بیا دې ولایت ته سقوط ورکړي.

دی وايي، چې اوسمهال د دې ښار په شاوخوا سیمو کې وسله وال طالبان موجود دی او وخت نا وخت د کندز ښار په توپونو باندې ولي.

رباني همداراز وویل، باید د دې ولایت د امنیتي ځواکونو تشکیل زیات شي:

"د کندز لپار صرف په نوم زون او فرقه منظور شوی دی او تشکیل یې درک نه لري؛ د دې ولایت د امنیتي ځواکونو تشکیل باید لوړ شي؛ په دې ولایت کې ۳۶۰۰ پولیس موجود دي چې هغه هم په ولسوالیو او حوزو کې مصروف دي چې له کبله د کندز ښار سقوط وکړ."

په عین وخت کې د نوموړې ولایت سرپرست حمدالله دانشي له مرکزي حکومت څخه وغوښتل؛ څو ډېر ژر په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي:

"د کندز ټول ولس له مرکزي حکومت څخه غواړي؛ څو په دې ولایت کې یو پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي او باید د دې ولایت ټولي سیمې د طالبانو له موجودیت څخه تصفیه شي."

دانشي زیاتوي چې لاهم د ښار نږدې سیمې د طالبانو له موجودیت څخه نه دي تصفیه شوي او د ښار اوسېدونکي د خوندېتوب احساس نه کوي.

بلې خوا ته د کندز د امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ په خپلو خبرو کې وویل چې په دې ولایت کې په کافي اندازه امنیتي ځواکونه موجود نه دي چې له کبله تصفیوي عملیات ډېر ورو جریان لري:

"په کندز ولایت کې د نظم عامه لوا همدارنګه د ملي اردو لوا موجود دي؛ خو کله چې د نظم عامه له لوا څخه مرسته غواړو دوی وايي چې زموږ پرسونل په بدخشان او تخار کې مصروف دي او کله چې د ملي اردو لوا ته ورشو هغوی وايي چې زموږ ځواکونه په بدخشان کې بوخت دي؛ همدا لاملونه و چې دښمن په کندز باندې پراخ بریدونه وکړل."

د جنګل باغ په خبره تر اوسه پورې د ښار شاوخوا سیمې د وسله والو طالبان له حضور څخه نه دي تصفیه شوي.

د کندز د اوسېدونکو په وینا چې اوسمهال د کندز ښار اړوند یوشمېر سیمې همدارنګه د دې ولایت د شپږو ولسوالیو ډېرې سیمې د وسله والو طالبان په کنټرول کې دي او که چېرې دولت ډېر ژر تصفیوي عملیات پیل نه کړي؛ نو شاید یوځل بیا د طالبانو له خوا د کندز ښار سقوط وکړي.

راپور: اجمل آرین - کندز

XS
SM
MD
LG