د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

ولسمشر غني د پښتونخوا او کوېټې له پلاوي سره د ترورېزم په اړه وغږېد


د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې له خیبر پښتونخوا او کوېټې څخه راغلو ځینو ملي او سیاسي شخصیتونو د دواړو خواوو تر منځ د ستونزو د هوارۍ په خاطر له ولسمشر غني سره خبرې وکړې.

د سرحدونو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل چې دغه پلاوی د پنجشنبې په ماښام له ښاغلي غني سره ولیدل.

دغه ۱۰ کسیز پلاوی د پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر کابل ته راغلی.

د خیبر پښتونخوا او کوېټې څخه کابل ته راغلي ملي او سیاسي شخصیتونه تېره شپه په ارګ کې د ولسمشر غني مېلمستیا ته ورغلل او د دولتي سرچینو په وینا د دعاوو ترڅنګ یې د سیمې پر مسایلو هم خبرې وکړې.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالغفور لېوال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مېلمه پلاوي له ولسمشر سره، د سیمې د ولسونو د ګډ برخلیک او هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې، کوم چې د سیمې ولسونه یې ښکار دي.

ښاغلي لېوال زیاته کړه:

"بیګا دوی د یو شمېر دولتي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو په ګډون د ولسمشر محمد اشرف غني مېلمانه وو، هلته د محمد افضل خان لالا د مړینې له کبله دعا وشوه او د یو شمېر داسې مسایلو په اړه چې د سیمې د ولسونو د ګډ برخلیک او هغو ستونزو په اړه چې ترورېزم او ګډو جګړو له امله یې په دې سیمه کې پر ځای پرېښي په دې اړه هم خبرې وشوې."

د افغانستان جمهوري ریاست هم د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغې غونډه کې د افضل خان لالا روح ته د دعا ترڅنګ، ولسمشر غني مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او په سیمه کې د ټیکاو او امنیت په خاطر یې دا شان تګ راتګ ډېر مهم او اغېزمن وباله.

له خیبرپښتونخوا او کوېټې څخه د ملي او سیاسي شخصیتونو په دغه پلاوي کې چې کابل ته راغلي، محمود خان اڅکزی، اسفند یار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینیر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان او عمان کاکړ شامل دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د افضل خان لالا د دعا په مراسمو کې د ګډون او غمرازی لپاره یو افغان پلاوی هم چې په کې یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي او یو شمېر نور مخور شامل وو، خیبر پښتونخوا ته تللي وو.

د افغانستان د سرحدونو چارو وزارت د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې وايي ټاکل شوې چې تېره ورځ کابل ته راغلی دغه پلاو په خپل درې ورځني سفر کې له یو شمېر نورو مشرانو سره هم د سیمې د حالاتو او ولسونو د ګډو ستونزو په اړه خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د سیمې د مشرانو دا شان تګ راتګ کولای شي چې د سیمې د خلکو د اړیکو او غوښتنو په ارتباط یو واحد پیغام ولري، خو د دوی په وینا ای.ایس.ای د دغې سیمې مشرانو ته هم دسیسې جوړوي او نه پرېږدي چې غوښتنې او هغه حقه حقوق ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزي په دې اړه وایي:

"اساسي خبره دا ده چې د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته متاسفانه په جګړه کې یو قوم چې هغه پښتانه دي ډېر ځپل شوي دي او ډېر ځورېږي، بناً هر هغه اقدام، هر هغه حرکت چې په سیمه کې د سولې لپاره رامنځته کېږي په خپل ذات کې یو نیک اقدام دی، سره له دې چې مطمین یم چې ای.اېس.ای د دغې سیمې مشرانو ته هم دسیسې جوړوي او نه پرېږدي چې غوښتنې او هغه حقه حقوق ترلاسه کړي خو لږ تر لږه دومره مرسته کولای شي چې د سیمې د خلکو د اړیکو او غوښتنو په ارتباط یو واحد پیغام ولري."

یو شمېر نور کارپوهان او خلک بیا په دې نظر دي چې دا شان ناستې باید یوازې ننداریز شکل ونه لري او د خبرو پایلې هم ترلاسه او د عملي کېدو لپاره یې جدي اقدامات وشي.

دوی وايي، د ډيورنډ کرښې د دواړو خواوو ملي او سیاسي شخصیتونه، سپین ږیري، مخور قومونه او ولسونه کولای شي چې د سیمې د حالاتو د امن کولو، د جګړو د ختمولو او په افغانستان کې د یوې پایښتې سولې لپاره تر ټولو مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG