د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

دانشي: د یو شمېر چارواکو لیرې کېدل به د کندز پر امنیت مثبت اغېز وکړي


د کندز سرپرست والي وايي: په دې ولایت کې د امنیت ټینګولو لپاره باید پراخ پوځي عملیات ترسره شي.

حمد الله دانشي پرون [ازادي] راډیو ته وویل چې په کندز کې د امنیتي ادارو د یو شمېر چارواکو له واکه لېرې کیدل او د غیر مسئولو وسله والو ډلو لغوه کیدل به د ټول ولایت په امنیت کې مثبت پرمختګ راولي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون کندز ته ولاړ او په دې ولایت کې د وروستیو ناکراریو په تړاو یې یو شمېر کسان له دندو لېرې کړل.

د کندز سرپرست والي وویل، دا د کندز د خلکو غوښتنه وه او په ټول افغانستان کې به امنیتي ځواکونه د هغوي مسئولیت ته متوجه کړي.

دانشي زیاته کړه چې د ټرانسپورټ وزیر محمد الله بتاش ته د یوه پلاوي مشري سپارل شوې څو په دې ولایت کې د ملکي ادارو فعالیت وڅيړي او د کار د کیفیت په اړه يې، ولسمشر ته رپوټ وړاندې کړي.

د کندز سرپرست والي پرون ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به د دې رپوټ پر بنا، د ولایت د ملکي ادارو د مسئولینو د ټاکلو یا بدلولو پریکړه کوي.

حمدالله دانشي زیاته کړه:

"کندز له جګړې پاتې ښار دی او موږ ډيرې ستونزې لرو او په یوه ښار کې تر جګړې وروسته د چارو سمول ډير سخت کار دی نو د نوي پلاوي ټاکل کیدل به له موږ سره مرسته وکړي چې د خپلو ادارو په کار کې شفافیت راولو.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټرانسپورټ وزیر ته دنده سپارلې چې د امنیت د ټینګولو لپاره د (کندزیانو شورا) جوړه کړي چې د دولتي امنیتي ځواکونو ترڅنګ، له ښې حکومتدارۍ سره مرسته وکړي."

دانشي زیاته کړه چې په کندز کې د غیر مسئولو وسله والو ډلو موجودیت یوه لویه ستونزه ده او په دې ولایت کې یې په دولتي چارو کې د شفافیت د رامنځ ته کیدو مخنیوی کړی دی.

ښاغلي غني پرون په کندز کې وویل:

"هیڅ سیاسي وګړی تر دې وروسته اجازه نه لري چې د سیمه ییزو پولیسو ډلې جوړ کړي او تر دې وروسته به د سیمه ییزو پولیسو ټول وګړي د امنیه قوماندانۍ تر امر لاندې وي او یوازې حکومت ته به ځواب ورکوي."

خو د افغانستان حکومت په عملي ډول کولای شي چې د غیر مسئولو وسله والو ډلو مخنیوی وکړي؟

د کندز سرپرست والي، حمدالله دانشي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"زه هیله لرم چې د دې پلان د عملي کیدو لپاره به پیاوړې اراده موجوده وي او فکر کووم چې د پياوړې ارادې سره یې عملي کول، ستره ستونزه نه ده."

ښاغلي دانشي زیاته کړه چې وروستي بدلونونه د هغه رپوټ پر بنا شوي چې د کندز ښار د سقوط په اړه څیړونکي پلاوي برابر کړی وو.

XS
SM
MD
LG