د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

"حکومت دې د ښځو سره د تاوتریخوالي د عاملینو په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي"


د ښځو څخه د ملاتړ ټولنې له حکومته غواړي چې د ښځو د وژونکو او د دوی پر وړاندې د جنسي تیریو او صحرايي محکمو د عاملینو په وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.

د ښځو شبکې د پنجشنبې په ورځ د یو کمپاین په پیلولو سره ټینګار وکړ تر کومه چې حکومت د ښځو په وړاندې خپل مسوولیتونه او د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي رېښې بیا ونه مومي نورې ډېرې ښځې به هم د دې پدیدې قرباني شي.

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه څه چې ټول ورسره پېژندګلوي لري او شته داسې ښځې چې له دې امله زورېدلي او لا یې هم قرباني کېږي.

د افغانستان د ښځو شبکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د نړېوالې ورځې په مناسبت د پنجشنبې په ورځ په ټول هېواد کې یو ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ.

د دغې شبکې مسووله حسینه صافۍ وايي چې سږ کال په هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په برخه کې متفاوت پروګرامونه لري او د عملي کولو لپاره به یې د هېواد لېرو پرتو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.

د دغې شبکې یوه بله مسووله محبوبه سراج بیا د ښځو په وړاندې د حکومت په دریځ په کلکه انتقاد کوي وايي چې که د ملي وحدت د حکومت دواړه رهبران د تاوتریخوالي د عاملینو په وړاندې پرېکنده چلند ونه کړي، د کال تر پایه به ډېرۍ نورې ښځې هم د تاوتریخوالي ښکار شي.

اغلې سراج زیاته کړه:

"نن ښځې د دولت د حاکمیت له ضعف، د معافیت د فرهنګ له دوام او د جنسي تیریو د مجرمینو په وړاندې د پرېکنده نه غبرګون له امله زورېږي، جمهوري او اجراییه ریاست باید په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړي، نور نو اوږدې جملې او هغه خبرې چې تاسې پرې نه پوهېږئ بس دی."

د نوومبر ۲۵تمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له نړېوالې ورځې سره برابره ده او له دغې ورځې څخه په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو په وینا سږکال په دغه هېواد کې ډېرۍ ښځې د تاوتریخوالي ښکار شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون یوه غړې ثریا صبحرنګ وايي چې په ۱۸۰ ورځو کې له ۱۹۰ ښځو څخه زیاتې په هېواد کې وژل شوي چې ډېری دغه وژنې پر ښځو تر جنسي تیري وروسته دي.

بل خوا د هېواد د لومړۍ میرمنې بي بي ګل غني سلاکاره زهرا یوسفي وايي چې میرمن غني هر ورځ په لسګونو داسې ښځو سره ګوري چې د تاوتریخوالي ښکار شوي او د دوی قضیو ته خپله رسیده ګي کوي.

زهرا یوسفي زیاته کړه:

"د لومړۍ میرمنې کار په دې برخه کې په درېیو اصولو ولاړ دي، باید ووایم چې هر ورځ په سلګونه ښځې او نارینه د هېواد د لومړی میرمنې دفتر ته راغلي، خپلې ستونزې یې شریکې کړي او د هېواد لومړۍ میرمنې یې ستونزې اوریدلې دي او دا چې د هېواد د هرې مبرمنې درد د هېواد د لومړۍ میرمنې درد دی هڅه یې کړې چې د ستونزو د هواري لپاره یې یوه لاره ولټوي."

د ښځو شبکې په یو پرېکړه لیک کې له افغان حکومته وغوښتل چې د تاوتریخوالي په وړاندې د مخنیوي قانون او د ملي امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک عملي شي.

په دغه پرېکړه لیک کې دغه شان راغلي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زورواکي عاملین دې محاکمه شي، محاکمو ته دې د ښځو د لاس رسي زمینه پراخه او په یادو ادارو کې دی په فساد ککړ کسان او د صحرايي محکمو عاملین محاکمه او مجازات شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG