د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

رولا غني: له ښځو سره باید له اسلامي اصولو سره سم چلند وشي


د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړېواله ورځ "سوله له کور څخه تر نړۍ پورې" تر شعار لاندې نن په کابل کې ولمانځل شوه.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي د نړېوالي ورځې په اړه د جوړو شوو مراسمو پر مهال په افغانستان کې د افغان مېرمنو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د مخنیوي په برخه کې یې له افغان حکومت، د بشري حقونو سازمانونو او نورو بنسټونو څخه د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه وشوه.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړېوالې ورځې په مناسبت د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه رابلل شوې وه چې د افغان ولسمشر د مېرمنې "بي بي ګل غني" ترڅنګ د ښځو د حقونو بېلابېلو بنسټونو مسوولینو او افغان چارواکو ګډون په کې کړی و.

د افغان ولسمشر مېرمنې بي بي ګل غني د یادو مراسمو پرمهال چې "سوله له کور څخه تر نړۍ پورې" تر شعار لاندې تر سره شوه؛ له خلکو څخه وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې له پخوانيو ناخوښه دودونو او عنعناتو کار وانه خلي؛ بلکې د اسلامي اصولو له مخې ور سره چلند وکړي:

"موږ باید له قران کریم څخه زده کړو او له خپلې ټولنې څخه د تاوتریخوالي ريښې وباسو او باید د خپلو خلکو په منځ کې د سولې او روغي جوړې فرهنګ پراخ کړو؛ ترڅو زموږ په ټولنه کې سوله، ارامي، همږغي او د یو بل منلو فرهنګ حاکم شي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورو ستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې په کور دننه او بهر یې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.

د تېر لمریز کال په وروستۍ میاشت کې د فرخندې په نوم یوه ځوانه نجلۍ په کابل ښار کې د قران کریم د سوځولو په تور د یو شمېر احساساتي کسانو له خوا ووژل شوه؛ په وروستۍ یوه میاشت کې په غور کې د رخشانې په نوم یوه بله ځوانه نجلۍ د یو شمېر وسله والو له خوا سنګسار شوه چې په کور دننه او بهر یې زیات غبرګونونه راوپارول.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالِ د مخنیوي په برخه کې ځینې مهم پروګرامونه عملي کوي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړېووالې ورځې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو پرمهال وویل چې د یوه شپاړس ورځني کمپاین په پلي کولو سره به هڅه وشي چې په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي را کمولو په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلی کړي:

"موږ تاسو ته ډاډ در کوو، کوم کمپاین چې نن پیلېږي، له تاوتریخوالي سره د مبارزې په دې پیلېدونکي کمپاین کې زموږ سره روحانیون، ولسي او پاک کسان ګډون لري؛ هغوی به په خپل ږغ سره د تاوترخیوالي د مخنیوي پیغام د جوماتونو له منبرونو؛ تکیه خانو د هېواد له مدرسو څخه د خلکو تر غوږنو پورې رسوي."

په ورته وخت د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمد ضیاء مسعود په خپلو خبرو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه غیر اسلامي او غیر انساني پدیده وبلله او ویې ویل چې باید د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG