د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

په کابل کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي


افغان امنیتي چارواکي وايي د کابل ښار په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن مازیګر ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو چاودنو په پخلي سره وویل چې د دغو پېښو قربانیان ملکي کسان وو او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي دي.

هغه زیاته کړه چې لومړۍ پېښه د کابل ښار په پنځمې امنیتي حوزه کې د استاد برهان الدین ربانی د ښوونې او روزنې پوهنتون ته څېرمه په یوه دیګ بخار کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوه او په دغې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

له دې سره هم مهاله د کابل ښار په ۱۶ حوزه کې هغه مهال ۳ تنه ماشومان ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول چې یوه سرګلوله چې له پخوا څخه په دغې سیمه کې پاتې وه، د ماشومانو د لوبې پر مهال وچاودېده.

کوم جزئیات چي وروسته له دغې پېښې ترلاسه شول ښيي، د هغې چاودنې مرګ ژوبلې چې په ۱۶ حوزه کې رامنځته شوه زیاتوالی موندلی او په دغې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې د دغې پېښې ډېری قربانیان له ۱۵ کالو څخه لږ عمر لرونکي ماشومان دي چې له یوې سرګلولې سره د لوبې په حال کې ول.

XS
SM
MD
LG