د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

افغان اقتصادي پلاوی پاکستان ته خپل سفر له لاس ته راوړنو ډک بولي


افغان پلاوی چې د اقتصادي همکاریو په لسمه ګډه غونډه کې د ګډون په هدف اسلام باد ته تللی و وايي چې سفر یې ښې لاس ته راوړنې لري او پایلې به یې د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړیکو ښه اغیز وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو په لسمه غونډه کې ګډونوال تازه راستون شوی؛ افغان اقتصادي پلاوی خپل سفر له لاس ته راوړنو ډک بولي او وايي چې دواړو هېوادونه د توافق شویو مسایلو د تطبیق په میکانیزم هوکړې ته رسېدلي دي.

یاد پلاوي د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل؛ په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو په ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو بحثونه وشول او د اقتصادي ناستو په دوام توافق وشو.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي دا غونډه ډېره مهمه وبلله او زیاته یې کړه له پاکستان سره د اقتصادي روابطو د ساتلو په سر اعلامیه لاسلیک شوې ده:

"څنګه چې له وړاندې زموږ ټیم ترتیبات نیولي وو؛ څه ډول چې موږ پایلو ته تمه کوله، موږ په دې خاطر له دې بحثونو څخه راضي یو؛ په هغو ځایونو کې چې د هغوی له لوري کمي او کاستي موجوده وه؛ دوی ته مو قناعت ورکړ او یوې موافقې ته ورسېدو چې ان شاءالله زموږ سوداګر به له هغه ګټه پورته کړي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو لسمه ناسته د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي برخې چارواکو په کې ګډون کړی و.

په غونډه کې د ګډونوال افغان پلاوي د معلوماتو له مخې؛ د اقتصادي همکاریو په لسمه غونډه کې د سوداګرۍ، ټرانیزیټ تخنیکي مرستو، سړکونو، د اوسپنې پټلۍ، انرژۍ او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې بحثونه او خبرې وشوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو ګډې غونډې هر کال په دوارني ډول له نوبت سره سم په دواړو هېوادونو کې جوړیږي.

د سې شنبې د ورځې په غوڼده کې د مالیې له وزیر سربېره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت مرستیال مزمل شینواري او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر مشاور همایون قیومي هم ګډون درلود.

مزمل شنیواري وویل، د اسلام اباد په غونډه کې هڅه وشوه چې ټولو هغو ستونزو ته کوم چې افغان سوداګر ورسره مخدي حل لارې ولټول شي.

هغه وویل، په یاده غونډه کې د اپټا سوداګریز تړون په اړه چې وخت یې په خلاصېدو دی هم بحث او خبرې اترې وشوې:

"افغان حکومت دا غوښتنه وکړه، تر هغې چې خبرې نه وي شوې موږ په مستقیمه توګه د اپټا تړون نه تمدیدوو؛ نو په همدې اساس فیصله همدا وشوله چې د مارچ میاشتې وړاندې چې موږ د د اپټیکا غونډه لرو؛ په هغې کې به د اپټا موضوع بیا له سره څیړو او بیا به خبرې شروع کوو؛ د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه غونډه د ۲۰۱۶ کال په اوله ربع کې باید دا جلسه دایره شي."

ښاغلي شنیواري زیاته کړه چې پاکستان، د افغانستان پاکستان او تاجکستان ترمنځ د یوه اقتصادي توافقنامې غوښتنه هم وکړه؛ خو د هغه په وینا، ټینګار په دې وشو چې په لومړي سر کې باید په دې توافق وشي چې د افغن سوداګرو مالونه د هند تر واګه بندر پورې پرېښودل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG