د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د فساد پر وړاندې د مبارزې په خاطر د"هنر سالار" په نوم حرکت پیل شو


د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو په کابل کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په خاطرد هنر سالار په نوم مدني حرکت پیل کړی دی.

دوی په دېوالونو باندې خپل رسم شوي انځورونه ځړولي او له حکومته یې په کې غوښتي څو رشوت اخیستونکي محاکمه کړي.

دغه انځورونه چې د کابل ښار په زیاتو دېوالونو لیدل کېږي د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي، عام خلک وايي که چېرې رشوت اخیستونکي وجدان ولري نو باید له دغه کاره لاس په سر شي.

"زه تا ګورم"دا یو اشنا شعار دی چې په دې وروستیو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په خاطر د کابل ښار د اوسېدونکو ترمنځ عام شوی دی.

دغه مدنې خوځوښت په کابل ښار کې د یو شمېر مدنې فعالانو له خوا پیل شوی دی.

دغه سازمان د دېوالونو په څنډو کې د انځورونو په ایستلو او شعارونو سره، له رشوت اخیستونکو غواړي چې نور د غفلت له خوبه را ویښ شي.

د دغه سازمان یوه غړي امید شریفي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه مدنې خوځوښت هدف له فساده مخنیوی دی:

"دوې سترګي دي او لیکل شوي زه تا ګورم رشوت اخیستونکي د خدای او خلکو له سترګو پټ نه دي دغه خوځوښت له دغه ځایه پیل شوي اوس که چیرې موږ د سړک پر سر څوک ګوري نو وايي زه تا ګورم، نو د فساد پر وړاندې د مبارزې په خاطر زه تا ګورم دغه شعار په یو سمبول بدل شوی دی."

ښاغلی شریفي وايي چې د دغه مدني خوځوښت تمویلوونکي مدني فعالان دي او په هر انځور شاوخوا ۵۰۰ ډالر لګښت راغلی دی.

په دغه انځوریز خوځوښت کې پر دېوالونو بېلابېل شعارونه لکه زه تا ګورم، د خلکو له سترګو فساد پټ نه دی او زه اتل یم لیکل شوي او دغه راز د ښاروالۍ د کارکوونکو او د فرخندې د وژل کېدو انځورنه هم ځړول شوي دي.

د هنر سالار خوځوښت مسولین وايي، دوی د فساد په وړاندې د مبارزې ترڅنګ د بشري حقونو د ټينګښت، زما اتل او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو پروګرامونه هم پر مخ بیایي.

د مدنې ټولنې یوه بل غړي کبیر مکمل ازادي راډیو ته وویل، که څه هم دوی دومره ژر د دغه مدني حرکت پایلو ته سترګې په لاره نه دې خو زیاته یې کړه چې د ذهنیت روښانولو، یا جوړولو لپاره دغه مدني خوځوښت ته ادامه ورکوي.

ښاغلي مکمل وویل چې د نقاشۍ په برخه کې یې په استرالیا کې زده کړې کړي او زیاتوي چې نقاشي د انځوورنو په شان کولاي شي خلکو ته پیغام ورسوي او ښه پایله ولري.

کبیل مکمل زیاته کړه:

"دغه کار ذهنیتونه چمتو کوي زموږ کار دا دی چې د خلکو ذهنیت په څه ډول روښانه او چمتو کړو او خلک تشویق وو انتقادي فکر ته."

که څه هم دغه حرکت په کابل کې بې ساری دی خو د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی او خلک وايي چې مثبته پایله به ولري.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی فرهاد وايي، هر څوک که چېرې وجدان ولري نو له دغو انځورونو څخه به عبرت واخلي:

"که خلک وپوهیږي او که چېرې هغه کسان چې رشوت اخلي او له خدایه بې خبر دي په هغوي باندې دغه ډول شعارونه تاثیر نه کوي او که له خدای څه باخبره وي نو پرې تاثیر کوي."

دغه مدني فعالان له حکومته غواړي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په خاطر له دوی څخه ملاتړ وکړي او دغه ډول مدني حرکتونو ته لا زمینه برابره کړي.

دغه راز هغوي له عامو خلکو غواړي څو چې د فساد د مخینوي په خاطر په دغو کمپاینونو کې ورسره مرسته وکړي څو دغه د بې ننګۍ لکه له افغانانو څخه پاکه شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG