د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

"څو چې پاکستان د مخالفینو مخه ونه نیسي د سولې خبرې بې معنی دي"


افغان حکومت په مشروط او محتاطانه ډول د افغانستان د سولې د په ټپه درېدلو خبرو د بیا پیل کېدو هرکلی کوي.

د افغان ولسمشر ویاند سید ظفر هاشمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت هغه وخت د سولې خبرو ته حاضر دی چې پاکستان په خپله خاوره کې د هغو ترورېستي ډلو پر وړاندې جدي او کوټلي اقدامات وکړي چې افغانان وژني.

ښاغلي هاشمي وايي:

"زموږ غوښتنه دا ده چې پاکستان د هغو ګروپونو پر وړاندې اقدام وکړي چې جګړه یې پر افغانانو تحمیل کړې او په کلیو او ښارونو کې انتحاري حملې او چاودنې کوي، کله چې پاکستان دا اقدامات عملي کړي، موږ چمتو یو چې د سولې په اړه خبرې او بحث وکړو، له هغې وړاندې د سولې خبرې معنی نه لري."

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې داسې راپور خپور کړی دی چې واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف د سفر په ترڅ کې چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډن په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو سره یې خبرې وکړې، د دغه بهیر د بیا پیلېدو په اړه د دواړو خواوو تر منځ توافق کړی دی.

بلخوا پاکستاني رسنۍ هم خبر ورکوي چې د طالبانو او افغان حکومت د سولې د خبرو د بیا پیلېدو لپاره په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بېرته پرانیستل کېږي چې ملا شېر محمد آخوند به یې مشر او ملا حنفي به یې مرستیال وي.

خو یاد راپورونه تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم په خپلواک ډول چا تایید کړي دي.

د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو دوهم دور په جولای میاشت کې وروسته له هغې لغوه شو چې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې خبر نوې اندېښنې راوپارولې.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان که څه هم په اوسنیو شرایطو کې د سولې د خبرو بیا پیل ته هیله من نه برېښي؛ خو ټینګار کوي چې د سولې هر ډول خبرې په هېواد کې د امن لپاره د افغانانو هیلې زیاتوي.

د چارو کارپوه مطیع الله خروټی وايي، دا چې طالبان په څو ډلو وېشل شوي او افغان حکومت د سولې خبرو ته سخت شرایط اېښي، نو دا ټول د سولې د خبرو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

ښاغلی خروټی زیاتوي:

"دا چې له طالبانو څو ډلې جوړې شوې او په خپلو منځو کې هم اختلاف لري چې دا هم د سولې په اړه لویه ستونزه ده، خو له دې چوپ حالت نه وتل او د سولې د خبرو پيلول، خپله هغه امیدونه راتازه کوي چې بالاخره دا جګړه پای لري."

ښاغلی خروټی زیاتوي د پاکستان له مرستې پرته امکان نه لري چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی شي، ځکه پخوانیو اړیکو ته په پام سره دا هېواد پر طالبانو پیاوړی نفوذ لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG