د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

په بروکسل کې لا هم امنیتي احضارات دوام لري


د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې نن هم امنیتي احضارات دوام لري. د دې هېواد صدراعظم پرون وویل چې بروکسل له جدي او ښايي ژر پېښېدونکي ګواښ سره مخامخ وي.

چارلز میشل خبریالانو ته وویل، دی وېرېږي چې په بروکسل کې به هم د پاریس په شان ترورېستي حملې وشي.

د بلجیم صدراعظم په خپل هېواد کې د پاریس د حملو په شان چې ۱۰ ورځې مخکې په یوه وخت کې په څو ځایونو کې پېښې شوې، د ورته ترورېستي حملو په اړه خبرداری ورکړ.

په داسې حال کې چې بروکسل کې له شنبې ورځې راهیسې اعلان شوي احضارات نن هم دوام لري، صدراعظم چارلز مېشل د بلجیم د ملي امنیت د شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې ډېر ګواښ تجارتي مرکزونو او عامه ټرانسپورټ ته متوجه دی.

ښاغلي میشل زیاته کړه:

"څرنګه چې پرون مې هم یادونه وکړه، دا تاییدوم چې موږ د پاریس حملو ته له ورته حملو څخه وېره لرو- داسې چې څو کسان ښايي په څو ځایونو کې څو حملې وکړي. له نښو نښانو مو دا نتیجې ترلاسه کړې چې احتمالي اهداف ښايي له ګڼې ګوڼې ډک ځایونه وي. مثلاً موږ د تجارتي مرکزونو، پلورنځیو او د عامه ټرانسپورټ په اړه فکر کوو."

په بروکسل کې سخت امنیتي تدابیر ټینګ دي او پولیس د هغو مشکوکو کسانو په لټه کې دي چې د چارواکو په وینا د حملو پلان لري.

د بروکسل د مېټرو ښاري سیسټم، ښوونځي او پوهنتونونه بند دي، د فوټبال لوبې او نور مناسبتونه ځنډول شوي او په اورګاډو، د اورګاډي په سټېشنونو او هوايي ډګرونو کې د امنیتي مامورینو شمېر زیات شوی دی.

چارواکي شک لري چې د پاریس د حملو یو مشکوک تنظیموونکی، صلاح عبدالسلام به ښايي په بروکسل کې پټ شوی وي خو د بلجیم د کورنیو چارو وزیر جان جمبون ویلي، هغه ګواښ چې بروکسل ورسره مخامخ دی، په دې ښار کې د صلاح عبدالسلام د حضور په پرتله زیات جدي دی.

جمبون پرون په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې اوسنی ګواښ د یوه ځانګړي شخص د ګواښ په پرتله لوړ دی.

د پاریس د ۱۰ ورځو مخکې د حملو یو بل مشکوک تنظیموونکی عبدالحمید اباعود هم له بلجیم څخه و.

۲۸ کلن اباعود څلور ورځې مخکې د پاریس ښار په لمنو کې د پولیس په ډزو ووژل شو.

بروکسل چې نژدې یو میلیون وګړي لري د اروپا له خورا مهمو ښارونو څخه دی او د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر او د ناټو مرکزي قرارګاه هم په همدې ښار کې دي.

XS
SM
MD
LG