د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

په کابل کې اروپا ته د ځوانانو د تېښتې د مخنیوي کمپاین پیل شو


د ځوانانو بهیرپه نوم یوه بنسټ په کابل ښار کې د داسې کمپاین د پیلولو هڅې پیل کړي چې له هېواده اروپا ته د ځوانانو د تېښتې مخه ونیسي.

د دې بنسټ مسوولینو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه کمپاین د پيل پرمهال وویل چې د دې کمپاین په جریان کې به هڅه وکړي چې د غیرقانوني او د خطرناکو لارو د ناوړه عواقبو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

د ځوانانو معینیت د دغه کمپاین هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، دوی هم هڅې پیل کړي چې د هېواد دننه د انسان قاچاق وړونکې ډلې په نښه او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د ځوانانو بهیر په دیوالونو باندې د زرګونو سټیکرونو په لګولو، د ټولنیزو رسنیو او غونډو له لارې هڅې پیل کړې چې اروپا ته په قاچاقي ډول د افغان ځوانانو د تېښتې مخه ونیسي.

د دې بنسټ مسوولینو د یکشنبې په ورځ د کمپاین د پيل پر مهال وویل، په لومړي سر کې به په کابل کې د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبیق کړي او وروسته به دغه لړۍ د هېواد سترو ښارونه ته هم وغځوي.

د یاد بنسټ رییس ادریس ستانکزی وايي، له هېواده د ځوانانو تېښته د پردیو دسیسه ده او ځوانان باید چا ته اجازه ورنه کړي چې په خپلو ناوړو هدفونو کې بریالي شي.

ښاغلی ستانکزي زیاته کړه:

"تر ټولو مهمه دا ده چې ځوانان سره کینئ او ځانونه سره پوه کړئ، ځوان باید په دې پوه شي چې دا دښمن پروګرام دی، چې ځوانان وتښتي، ناامني به زیاته شي او قومي مسایل به را پورته کړي او د ځوانانو مسوولیت دا ده چې دا پلان باید شنډ کړي."

له دې وړاندې په کابل کې د جرمني سفارت هم دې ته ورته کمپاینونه پیل کړي وو، څو اروپا ته په غیرقانوني لارو د افغانانو د تګ مخنیوی وکړي.

افغان حکومت وايي چې روان کال څه باندې یولک او پنځوس زره افغان ځوانان اروپا ته په غیرقانوني لارو تللي چې د دوی شمېر په لارو کې مړه او ټپيان او ځیني یې د زنداني شوي دي.

په هېواد کې ناامني، فقر او بې کاري هغه عمده دلایل دي چې افغان ځوانان یې په غیرقانوني لارو اروپا ته په تګ مجبوري کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د ځوانانو معینیت وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په ګډه هڅې پيل کړې چې په هېواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د ځوانانو چارو مرستیال سید کمال سادات چې په همدې ناسته کې ګډون درلود وايي، امنیتي ادارو سره په همغږي څیړنې پیل کړې څو د انسانانو قاچاقبران ونیسي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"موږ د کورنیو چارو له وزارت، ملي امنیت له ریاست او نورو اړوندو امنیتي نهادونو سره له نږدې کار کوو، څو معلومه کړو چې دلته څوک دي چې ځوانانو ته د قاچاقبري دفترونه خلاص کړي، دوی باید ونیول شي."

د راپورونو له مخې اروپايي هېوادونوته په غیرقانوني لارو تګ له زیات خطره ډک وي او په دې ستړې کېدونکي سفر کې زیاتې پیسې هم لګیږي.

بل خوا د افغانستان د اجراييه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي چې حکومت داسې هڅې پیل کړې چې په هېواد کې بې کاره ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.

ښاغلي فیصل وړاندې وویل:

"حکومت په دې برخه کې بوخت دی کار کوي، خو ټول په دې باندې پوهیږو چې امنیت داسې ستونزه نه ده چې هغه دې په یوه یا دوه میاشتو کې حل شي او نه هم کار داسې شی دی چې له هغو ټولو ستونزه سره-سره چې موږ لرو یې حکومت په ټول هېواد کې کارونه ایجاد کړي."

د ځوانانو بهیر بنسټ غړي شکریه ساپۍ ځوانانو ته سپارښتنه کوي چې له هېواد ونه تښتي بلکې له سختیو سره مقابله وکړي او خپل هېواد اباد کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG