د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د پښتني بانک پخوانی رئیس او ۶ نور کارکوونکي په بند محکوم شول


د پښتني بانک پخوانی رئیس حیات الله دیاني
د پښتني بانک پخوانی رئیس حیات الله دیاني

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې دریمې محکمې د پښتني بانک پخوانی رئیس حیات الله دیاني او د دغې ادارې شپږ نور کارکوونکي په لس لس کاله تنفیذي بند محکوم کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د محکمې د حکم پر اساس دغه کسان اړ دي چې اختلاس شوې پیسې هم چې څه باندې ۲۹ میلیونه ډالره کېږي، بېرته اعاده کړي.

ښاغلي عزیز وویل:

"وروستۍ محکمې هم خپل حکم صادر کړی، دې محکمې حیات الله دیاني او د پښتني بانک شپږ نور کارکوونکي په لس لس کاله تنفیذي بند او د اختلاس شویو پیسو په رد محکوم کړي دي."

حیات الله دیاني او د پښتني بانک یو شمېر نور کارکوونکي په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د ابتدایه محکمې له خوا په شلو کلونو بند محکوم شوي وو، خو هغه مهال هغه د محکمې حکم غیر عادلانه بللی وو.

لویه څارنوالۍ وایي، په دې وروستیو کې یې د مالیې وزارت دوه کارکوونکي، د ښارجوړونې وزارت دوه مدیران او د لوګر د کانونو رئیس د رشوت او اختلاس په تور نیولي او دوسیې یې تر څېړنې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG