د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

امنیت شورا: د کندز د حقیقت موندونکي کمېسیون راپور تر څېړنې لاندې دی


د افغانستان د ملي امنیت شورا وایې، ډېر ژر به د کندز ښار د سقوط پېښې ته د حقیقت موندونکي ګمارل شوي پلاوي د موندنو په اړه اقدامات وشي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ نن یکشنبې ازادي راډيو ته وویل چې دا راپور تر اوسه تر غور او څېړنې لاندې دی.

د کندز د سقوط حقیقت موندونکي پلاوي د شنبې په ورځ له رسنیو سره خپل راپور شریک کړ چې په یوې برخه کې یې د ملي امنیت شورا څو برخې کېدل او ساختاري پيچلتیاوې د کندز د سقوط اساسي علت بلل شوی دی.

یوه ورځ وروسته تر دې چې د کندز د سقوط د څېړلو لپاره ګمارل شوي پلاوي خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې، د افغانستان د ملي امنیت شورا وایې، ډېر ژر به د دغو موندنو په اړه خپل اقدامات وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې مشخصاً و نه ویل چې څه ډول اقدامات به وشي خو زیاتوي چې دولت به په خپلو اقداماتو او اصلاحاتو کې د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنو ته پام وکړي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"افغانستان دولت د کندز ولایت د حقیقت موندونکي پلاوي قدرداني کوي او دولت به په نږدې راتلونکي کې خپل پلان د افغانستان له ملت سره شریک کړي خپل د اقداماتو او اصلاحاتو پلان. البته د دوی راپور اوس تر غور لاندې دی، په دې پلان کې به د دوی وړاندیزونو ته توجو کېږي."

د کندز حقیقت موندونکي پلاوي په خپلو موندنو کې د ملي امنیت شورا پر کمزوري فعالیت او جوړښت انتقاد کړی دی.

پلاوی وایې چې د ملي امنیت شورا ترکیب زیات دی چې دا مسئله پر مهمو پېښو د تصمیم نیولو لپاره ډېر وخت نیسي او په ورته وخت کې یې په شورا کې د بې پروایۍ روحیه پیاوړې کړې ده.

حقیقت موندونکي پلاوي یاد مسایل د کندز د سقوط له اساسي عواملو څخه بللي او دولت ته یې په خپله سپارښتنه کې د ملي امنیت شورا په جوړښت کې د بدلون پیشنهاد کړی دی.

د دغه پلاوي رییس امرالله صالح په خپلو څرګندونو کې همدا رنګه د خاکستري ډلې یادونه کوي چې په وینا یې له مرکزه د ځینو کړیو له خوا حمایه کېږي او د یوې کمزورې سیمه ییزې ادارې څخه په خپله ګټه کار اخلي.

د نوموړي په باور دا هغه ډله ده چې د دولت مخالفت نه کوي خو په یو نه یو ډول د طالبانو لاس ته د کندز د لوېدو لامل و ګرځیدله.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د هغو کاري تشو د لیرې کولو سپارښتنه کړې چې په همدې راپور کې ورته اشاره شوې ده.

ښاغلی صدیقي وايي:

"موږ د پلاوي د موندنو په رڼا کې ژمن یو چې تشې ډکې کړو او ستونزې حل کړو او ټولې نیمګړتیاوې یا ستونزې چې موږ په کندز کې درلودې، هغه باید لیرې شي. دا پولیسو ته د کورنیو چارو وزیر دستور و."

په همدې حال کې د چارو کارپوه محمد یونس فکور د کندز د پيښې د حقیقت موندونکي پلاوي د سپارښتنې عملي ضروري بولي او وایې چې که حکومت د ملي امنیت په شورا او نورو برخو کې اصلاحات را نه ولي نو لېرې نه ده چې نورې سیمې هم د مخالفینو لاس ته سقوط وکړي.

ښاغلي فکور زیاتوي:

"که دوی اصلاحات را نه ولي. نه یوازې په امنیت شورا کې بلکې د حکومت دارۍ په برخه کې. خصوصاً د امنیت شورا په میکانېزم او ډول کې، زه فکر کوم موږ به له نورو مشکلاتو سره مخامخ شو او خدای مکړه نور ولایات به هم سقوط وکړي."

خو د چارو بل کارپوه جاوید کوهستاني بیا د ناسمو جوړښتونو خبره ردوي او وایې چې د بېلابېلو دولتي ادارو ترمنځ نه همغږي په هېواد کې د امنیتي ستونزو د ډېرېدو اساسي لامل دی.

XS
SM
MD
LG