د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د پکتیکا د وازېخوا اوسیدونکي بیړنیو مرستو ته اړ دي


د پکتیکا ولایت د وازېخوا ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې له درېیو اونیو راهیسې د وسله والو له خوا یادې ولسوالۍ ته غځیدلې ټولې لارې تړل شوي او دوی د دواء درملو په ګډون د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

بل لوري ته د یاد ولایت مسوولین وايي چې له اقتصادي او امنیتي محاصرې څخه د وازېخوا د اوسیدونکو د ژغورلو د اړتیا مساله به ډېر ژر د افغانستان د حکومت مشرتابه ته وړاندې کړي او دا حالت به پای ته ورسوي.

د شنبې پر ورځ د پکتیکا د وازېخوا اوسیدونکو په هغه غونډه کې چې د یاد ولایت د ملکي او پوځي مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د وسله والو د ۲۲ ورځنۍ محاصرې له لاسه، نه په یاده ولسوالۍ کې دوا، درمل پیدا کیږي او نه هم خوراکي توکي او له همدې کبله د دوی ورځنۍ ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

دوی زیاتوي د حکومت او وسله والو له خوا په شاوخوا سیمو کې ماینونه ځای پرځای شوي، په روغتون کې ډاکټران او د عملیاتو امکانات نشته، لارې تړلي دي او په محاصره کې وخت تېروي.

سیمه وال له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له دې حالته د دوی د ژغورنې له پاره دې لازم اقدامات وکړي.

بل لوري ته په وازېخوا ولسوالۍ کې پولیس او د سرحدي ځواکونو سرتیري هم د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخامخ دي.

په یاده ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د کنډک قوماندان امان الله وايي چې دوی د اړتیا وړ وسلې او مهمات نه لري.

دی زیاتوي، که چېرې د وسله والو د حملو پر مهال هوايي ځواکونو د وسله والو پر مورچلو بریدونه وکړي، نو دوی به له تلفاتو پرته په جګړه کې برلاسي وي.

ښاغلی امان الله زیاتوي:

"یو مشکل مو دا ده چې موږ نظامي مهمات بیخي نه لرو، بل مشکل مو د طیارو نه بمبارد دی، که یو بمبارد وشي ټول مشکل حل دی او دومره مصارف او تلفات هېڅ به هم نه وي."

د ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالبصیر وايي چې د وسله والو له لوري په بریدونو کې تر دوه سوه پورې جنګیالیو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

دی که له یوې خوا د دوی د اړیتاوو پوره کول مهم بولي، بل لوري ته وايي که د اوس په پرتله دوه برابره وسله وال هم پرې راشي، نو دوی د ولسوالۍ ساتلو ته انديښنه نه لري او دا ځای ساتلی شي.

عبد البصیر همدارنګه وايي:

"د مخالفینو ۹۷ تنه وژل شوي دي او تر ۱۲۰ به زیات زخمیان وي، په دې جګړه کې مو دوه تنه سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، که دښمن همدومره نور هم راشي موږ ورسره جنګیدلی شو."

د پوځي هیلوکوپټرو په واسطه د وازېخوا ولسوالۍ ته په ورغلي دولتي پلاوي کې د پکتیکا والي امین الله شارق هم وو، ده سیمه والو او د ولسوالۍ امنیتي کسانو ته ډاډ ورکړ چې د دې حالته د راوتلو له پاره به لاس په لاس د افغانستان د حکومت له مشرتابه سره دا ستونزې شریکوي او دې حالت ته به د پاي ټکی ږدي:

"د افغانستان د ولسمشر سره او د امنیتي ځواکونو له مشرتابه سره دا ستونزې به نیغ په نیغه انشاالله شریکوم، د مشکلاتو او ستونزو له پاره به یوه حل لاره څومره چې امکانات په اختیار کې لرو، هم به امنیتي ستونزې حلوو او هم به د سیمه والو مشکلاتو ته د پای ټکی ږدو."

د یادونې وړ ده، پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز زون کې لوی سرحدي ولایت دی، چې د قبایلي سیمو او بلوچستان سره په پراخه کچه ګډه پوله لري، په دې وروستیو کې د یاد ولایت په سرحدي سیمو کې د وسلوالو له لوري جګړې سختې شوي، خو د یاد ولایت چارواکي وايي چې د وسلوالو د بریدونو د شنډولو له پاره پوره تیاریانې او کلک امنیتي تدابیر لري.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG