د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د کندز په سقوط کې د ملي امنیت شورا مصوبې په ځینو مواردو کې له پامه غورځېدلي


د کندز ښار د سقوط څېړنې ته حقیقت موندونکي ګومارل شوي کمېسیون بلاخره د خپلو څېړنو پایله له رسنیو سره شریکه کړه او دا یې رد کړه چې ګواکې د دغه ښار سقوط یوه دسیسه وه.

د دغه کمېسیون رییس امرالله صالح د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې دوی خپلې څېړنې له امنیت شورا څخه نیولې بیا د کندز تر سیمه ییزو چارواکو پورې تر سره کړي دي.

ښاغلي صالح وویل، داسې اسناد په لاس کې لري چې ښیي په ځینو مواردو کې د امنیت شورا مصوبې په پام کې نه دي نیول شوي.

ښاغلي صالح په دې اړه وايي:

"د کندز د حقیقت موندونکي پلاوي د ځينو دلایلو له مخې د ملي امنیت په شورا کې د مدیریت میکانیزم، د تصمیم نیولو څرنګوالی او د اقداماتو ستراتېژۍ، د بې پروایۍ، کندکارۍ، په کندز کې د قوماندې د نه روښانتیا او په پایله کې یې په قواوو او اداره کې د همغږۍ د فضا د ګډوډېدو اساسي لامل بولي."

دغه کمېسیون دې ته په اشارې سره چې په امنیت شورا کې بې باوري او څو لاسي کېدل د طالبانو لاس ته د کندز ښار د لوېدو لامل وګرځېد، حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د ملي امنیت شورا په جوړښت کې بدلون راولي.

نوموړي د دې تر څنګ د کندز په مسئله کې تر ټولو ستره ناکامي رهبري، د جوړښتونو پيچلتیا او له امکاناتو څخه ناسمه ګټه اخیستنه یادوي.

د کندز ښار د تلې یا میزان په شپږمه د طالبانو لاس ته ولوېد چې له درې ورځو وروسته بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو او وروسته ولسمشر اشرف غني د دغې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره یو پلاوی وټاکه.

د حقیقت موندونکي کمېسیون رییس په خپلو خبرو کې اشاره کوي چې طالبانو له نږدې اوو میاشتو څخه د کندز د نیولو پلان جوړ کړی و او وایي چې د دغې جګړې رهبري د پاکستان له پېښور څخه کیده.

هغه وویل:

"په مادي ثبوت کې موږ داسې شواهد ترلاسه کړل چې د طالبانو قومندان په سیمه کې له پېښور څخه هدایت ترلاسه کوي. بل دا چې طالبان کله په خپلو خبرو کې د مېلمه یادونه کوي، هدف یې یا ترورېست او پاکستاني سلاکار دی. یا د ترورېستي حرکتونو نور عناصر."

خو ښاغلی صالح همداراز په خپلو خبرو کې په کندز کې د یو شمېر ډلو یادونه کوي چې په وینا یې د طالبانو ملاتړ نه کوي خو د حکومت د ضعف لامل ګرځېدلي دي او په ځینو مواردو کې په حکومت کې د یو شمېر کړیو له خوا حمایه کېږي.

نوموړي له حکومت څخه غواړي چې د دوی د موندنو له مخې جدي اقدامات په خپل لاس کې ونیسي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې حکومت د دغه کمېسیون غوښتنو ته څه ځواب لري؟

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د دغې پوښتنې په ځواب کې وايي:

"د کندز لپاره په دوو برخو کې اقدامات احساس کېږي. لومړی برخه یې فوري اقدامات دي چې په تدریجي ډول ترسره کېږي. دوهم یې یو لړ مشورې دي چې په کندز کې پراختیایې پروژې او اداري جوړښتونه څه ډول ووسي. په ځانګړي توګه هغه کسان چې په ولایت او تر هغه لوړ په بېلابېلو برخو کې ګومارل کېږي باید څه کارونه وکړي."

د چارو کارپوهان د دغه کمېسیون پر کړنې انتقاد کوي او وایې چې دوی باید د هغو کسانو نومونه افشا کړي وی چې د کندز ښار په سقوط کې یې لاس درلود. دوی دا راپور نا تکمیله بولي او وایې چې خلکو له دغه کمېسیون څخه د بشپړو څېړنو تمه لرله.

راپور - قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG