د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

لعل: د عملیاتو پر مهال نه همغږي د ملکي تلفاتو د زیاتېدو لامل کېږي


د افغانستان د بشري حقونو سازمان په دغه هېواد کې د نړېوالو ځواکونو د هوایي بمباریو څخه د اوښتو زیانونو په اړه راپیدا شوې اندېښنې په ځای ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان په دې باور دی چې که نړېوال ځواکونه له افغان لوري سره له همغږی پرته عملیاتو ته دوام ورکړي؛ په هېواد کې به د ملکي تلفاتو شمېره لوړه شي.

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې هغه اندېښنې په ځای وبللې چې د نړېوالو ځواکونو په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه خپرې شوي دي.

ښاغلی لعل وايي چې نړېوال ځواکونه نباید د دقیقو اطلاعاتو او د افغان ځواکونو سره د بشپړې همغږی پرته وسله وال مخالفین تر برید لاندې ونیسي.

"دې مسالې نه یوازې د بشري حقونو د نړېوال سازمان اندیښې راپارولي؛ بلکې دا ستونزه د مدني ټولنو، د افغانستان د بشري حقونو د اندیښنې سبب هم ده؛ ځکه چې نړېوالو ځواکونو هغه سیمې بمبار کړي چې په نتیجه کې یې ملکې مرګ ژوبله اوښتي ده؛ بدبختانه تر اوسه هم په دې برخه کې لازمه همغږي نه شته؛ موږ هیله مند یو چې په نږدې راتلونکي کې د افغان لوري او نړېوالو ځواکونو تر منځ بشپړه همغږي رامنځته شي."

دا څرګندونې له هغې وروسته کیږي چې د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د هوايي حملو له کبله د ملکیانو په تلفاتو اندېښنه ښودلې ده.

ځينو رسنیو د دغې سازمان له قوله ویلي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو ډیرې هوايي حملې هغه سیمې بمباروي چېرته چې د وسله والو مخالفینو ډیر جدي ګواښ نه وي موجود.

د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راپور له مخې ویلي؛ د تېرو پنځو میاشتو په موده کې بې پیلوټه الوتکو د افغانستان په خاوره کې له درې سوو ډېر خلک هدف ګرځولي دي.

سازمان بیا په دغو وژنو کې د ملکي کسانو شمېره نه ده معلومه کړې.

دغې سازمان په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون چیرته چې ۲۲ کسان ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول د دې ستونزې یو واضح مثال او جنایت بللی دی.

ویل کیږي چې د نورو هوايي حملو تر څنګ د نړېوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو هم د افغان ځواکونو سره د همغږی پرته ډېر تلفات اړولي دي.

له دې سره ـ سره چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د بشري حقونو د نړېوال سازمان د دغو اندېښنو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې تل له افغان ځواکونو سره په همغږی ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي؛ داسې هڅې کیږي چې د نړیوالو ځواکونو هوايي حملې له افغان ځواکونو سره په بشپړې همغږی تر سره شي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې د دفاع وزارت اهداف تعینوي او له هغې وروسته بیا دوی حملې کوي.

"کله چې موږ اړتیا پیدا کوو له ایتلافي ځواکونو څخه د کمک غوښتنه کیږي؛ اهداف ورته د دفاع وزارت ټاکي؛ بیا یې له دوی سره شریکوي او هغوی حملې کوي؛ هغه برخې چې موږ ورته ټاکلي وي؛ په هغو ځایونو کې هېڅ ملکي تلفات نه دي پېښ شوي او هڅه کیږي چې دا ډول عملیات په بشپړ ډول همغږي شي."

یو شمېر افغانان وايي چې که نړېوال ځواکونه له افغان هغو سره په بشپړې همغږی هوايي حملې تنظیم کړي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه کمیږي.

دوی وايي چې که د غیرنظامیانو تلفات په همدې ډول دوام پیدا کړي؛ دا کار به د نړېوالو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې د خلکو بې باوري او کرکه ډېره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG