د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۵

له محاربوي مأموریت وروسته هم امریکایان په افغانستان کې وژل کېږي


نړیوالو رسنیو تر ډېره په افغانستان کې د امریکايي قراردادیانو د وژل کېدو او په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو څخه د ناسمې استفادې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ محاربوي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته هم امریکایان په دې هېواد کې وژل کېږي.

د مطلب لیکوال لیکي، په افغانستان کې د امریکا د جګړې ۱۵ کاله په بشپړېدو دي؛ خو په افغانستان کې امریکايي وګړي په داسې حال کې وژل کېږي چې د دې هېواد پوځي مأموریت ختم شوی.

په مطلب کې د امریکايۍ مېرمنې "کریسي ډېوېس" یادونه شوې چې پوځي دنده یې نه درلوده؛ خو له امریکايي سرتېرو سره د مرستې لپاره په خورا خوشالۍ افغانستان ته ولاړه.

مېرمن ډېوېس هره ورځ له څه باندې ۱۲ زره کیلومتره لېرې واټن څخه له خپلې کورنۍ سره ټیلفوني خبرې کولې؛ خو نوموړې تېر کال وضعیت بل ډول شو او دا ۵۴ کلنه مېرمن چې اوس د لمسي خاونده وه؛ د طالبانو له خوا په ویشتل شوي توغندي ولګېده.

واشنګټن پُسټ لیکي، که څه هم د امریکا د پوځ مأموریت پای ته رسېدلی دی؛ خو په افغانستان کې د امریکايي قراردادیانو او سرتېرو شمېر لاهم د هغو سرتېرو په پرتله دوه چنده زیات دی چې امریکا له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره عراق او سوریې ته استولي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم ملکي قراردادیان عملاً جګړه نه کوي؛ خو قرباني کېږي. د ورځپاڼې په وینا، د سږکال له پیله ۱۵ امریکايان په افغانستان کې وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي. د ورځپاڼې په وینا، له دې ډلې څخه پنځه په جګړه کې وژل شوي دي.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ نشریې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی د ایران افغان او پاکستاني اجیر سرتېري.

په مطلب کې راغلي چې ایران هلته له دېره افغان کډوالو څخه ناسمه استفاده کوي او د ګواښ او محدودو امتیازاتو په وسیله یې د سوریې جګړې ته استوي.

د مطلب د لیکوال په وینا، په سوریه او عراق کې د یو شمېر افغان او پاکستاني اجیرو سرتېرو شمېر چې د داعش پرضد جګړه کوي؛ د هغو کسانو تر شمېر دوه برابره زیات دی چې له امریکا او اروپا څخه دې جګړې ته استول کېږي.

د نېشنل انټرسټ د مطلب په دوام کې راغلي؛ د هغو شیعه افغانانو شمېر چې د سوریې جګړې ته ځي؛ خورا زیات شوی او ایران په راتلونکي کې هم د هغو لپاره پلانونه لري؛ ځکه وروسته له دې چې دا کسان له جګړې راستنېږي؛ ایران غواړي له هغو څخه په یوه بل ډول کار واخلي.

د خپرونې مطلب زیاتوي، ایران په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي او غواړي له دې لارې داسې ډله جوړه کړي چې د ایران له ګټو څخه ساتنه وکړي.

بلخوا افغانستان ته د دې جنګیالیو راستنېدل به د هغه ګواښ په وړاندې چې تهران یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له کبله احساسوي د مقاومت یوه بڼه وي.

د نېشنل انټرسټ په وینا، ایران غواړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د حزب الله په څېر د یوه ځواک په جوړولو سره د قدرت تشه ډکه او په دې هېواد کې خپل نفوذ پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG