د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

جان کمپبل په MSF روغتون د حملې د تحقیقاتو پایلې څېړي


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوي قوماندان جنرال جان کمپبل به په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون؛ د هوايي حملې په اړه د تحقیقاتو پایلې وڅيړي.

د امریکا دفاع وزارت به وروسته د دې تحقیقاتو پر اساس؛ یو رپوټ هم خپور کړی، خو دقیقه نېټه یې لا نه ده څرګنده شوې.

رویټرز خبري اژانس وايي، دا ممکنه ده چې د امریکا پوځ د حملې په اړه د تحقیقاتو ځينې جزئیات پټ وساتي.

په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون تر حملې وروسته؛ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان اف. کمپبل؛ د امریکا دفاع وزارت ته د حملې په اړه یو لړ پټ معلومات وړاندې کړي وو.

کمپبل وروسته وویل چې دا حمله یوه تېروتنه وه.

د امریکا دفاع وزارت د څېړنو د پایلو په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو ویل کیږي چې رپوټ یې د کتنې لپاره جنرال کمپبل ته رسیدلی دی.

د روان کال د اکټوبر په درېیمه په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې د روغتون 12 کارکونکي او 10 ناروغان ووژل شول چې 3 ماشومان هم په کې وو.

په دې حمله کې د روغتون د 19 کارکوونکو په ګډون 37 تنه زخمیان شوي وو.

د بې سرحده ډاکترانو نړېوالې ټولنې دا حمله د بشري حقونو پر نړېوالو قوانینو څرګند تیری بللی دی. دې ټولنې او د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو په کندز کې د حملې په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې وه.

د امریکا دفاع وزیر جنرال اشټن کارتر په دې اړه د بشپړو او شفافو څيړنو ژمنه کړې او د څېړنو مشري يې امریکايي جنرال ویلیم هیکمن ته سپارلې وه.

په افغانستان کې د امریکايي قواوو لوي قوماندان جان کمپبل ویلي چې جنرال هیکمن د دې لپاره خپلواکې څېړنې کولای شيچې د ده تر قومانده نه دی لاندې.

د رویټرز په حواله، جنرال کمپبل به د کندز د حملې جزئیات وګوري او بیا به د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته خبر ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت دې خبري اژآنس ته په لیکلي پيغام کې ویلي چې رپوټ باید د امریکا د پوځ د قوماندې مرکز ته تر رسېدو مخکې؛ د جنرال کمپبل له خوا تائید شي.

ټاکل شوې چې د دې رپوټ یوه کاپي د خلکو لپاره هم خپره شي؛ خو هغه معلومات به نه وي په کې شامل چې د امریکا پوځ یې مخفي او له امنیتي پلوه ځانګړي ګڼي.

د امریکا دفاع وزارت نه دي ویلي چې دا رپوټ به څه وخت خپریږي خو جنرال کمپبل د اکټوبر په پيل کې اټکل کړی وو چې په کندز ښار کې پر روغتون د حملې په اړه ابتدايي رپوټ ښايي په یوه میاشت کې خپور شي.

XS
SM
MD
LG