د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۶

فرانسه: د م.م امنیت شورا دې د داعش پرضد د جدي اقدام وکړي


فرانسې د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا غوښتي چې د داعش پر ضد په مبارزه کې هر ممکن اقدام وکړي.

نن په پاريس د مرګونو حملو یوه اوونۍ پوره شوه. د تېرې جمعې په شپه د وسله والو سخت دريځو د ډلې له خوا لومړۍ حمله پر نهه بجې او اوولس دقيقې وشوه. حمله کوونکو د وسلو، لاسي بمونو او انتحاري واسکټونو په وسیله په يو شمېر خونړيو حملو کې ۱۲۹ کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.

فرانسې په ډېره غصه په خپله خاوره کې د تروريستانو پر ضد عملیات وکړل او په سوریه او عراق کې يې هم د داعش پر ضد خپلې حملې زياتې کړې.

اوس په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفير فرانسس دي لاتري؛ د داعش ډلې د ځپلو په مقصد د يوځايي او هماهنګو اقداماتو غوښتنه کړې.

دی وايي، د اسلامي دولت سخت دريځه ډله د ټولې نړېوالې ټولنې لپاره يو تهديد ده او د امنيت شورا يومټي، قوي او روښانه اقدام ته اړتيا ده.

فرانسه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د داعش ډلې د ځپنې د مسودې پر وړاندې کولو سره غواړي د دې شورا پر ټولو غړيو فشار راولي تر څو دا هېوادونه په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر وړاندې چټکې مبارزې ته اماده شي.

په همدې حال کې د فرانسې صدراعظم مينیول والز وايي؛ ځينو چې د پاریس په حملو کې يې لاس درلود؛ په اروپا کې يې د پناه غوښتونکو له بحرانه ګټه پورته کړې ده.

د ده په وینا، یو شمېر نور چې د دې حملو پلانوونکي وو؛ له مخکې په فرانسه او بلجيم کې وو.

له بلې خوا د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کازينوو وايي؛ په بروکسل کې په نننۍ غونډه کې به اروپايي چارواکي د تروريزم د ماتېدو غوښتنه وکړي:

"اروپا، هغه ځای چې موږ ورسره مينه کوو او موږ په خپله جوړ کړی دی؛ بايد هر څه وکړي چې تروريزم ته ماتې ورکړي. دا هغه پيغام دی چې زه به يې د جمعې په ورځ بروکسل ته د اروپايي اتحاديې د عدليې او کورنيو چارو وزيرانو په فوق العاده غونډه کې له ځانه سره وړم."

د فرانسې څارنوالان وايي چې د پاریس د حملو اصلي طراح عبدالحميد اباعود وو چې د چار شنبې په ورځ د فرانسې د پوليسو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو او مړی يې د پنجشبې په ورځ وپېژندل شو.

د فرانسې په ولسي جرګه کې پرون د درو مياشتو لپاره د بيړني وضعيت د تمديد په اړه خبرې وشوې.

په دې غونډه کې طرح تصويب شوه او ټاکل شوې ده چې نن به د فرانسې سنا په دې اړه پرېکړه وکړي. که سنا دا تصويب کړي، په چټکۍ سره به په فرانسه کې د درو مياشتو لپاره بيړنۍ حالت نافذ شي.

XS
SM
MD
LG