د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

پکتيا: د دوو کورنیو په خپل منځي جګړه کې درې تنه وژل شوي


د پکتيا ولايت احمدابا ولسوالۍ مچلغو سيمې اوسېدونکي وايي، چې د تربګني مسالو پر اساس د دوو کورنيو په خپل منځي جګړه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان دي.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا وژل شوي درې واړه وروڼه او زخميان يې د کورنۍ غړي وو، چې دا ټول د وژونکي د تره زامن او په کليوالي او خپلمنځي تربګني مسالو يې خبره تر مرګ ژوبلې رسېدلې ده.

وژل شوي او ټپي شوي کسان د ګردېز ملکي ولايتي روغتون ته راوړل شوي وو او د ياد روغتون سرطبيب ډاکټرعمر خطاب وويل، چې دوی ته وروړل شوي کسان سره وروڼه وو او ټپيان يې د تداوي په خاطر کابل ته لېږلي دي:

”دلته يې دوه جسدونه راوړي، يو ماشوم ټپي وو، هغه په صدر کې لګېدلی وو هغه مو د ښې تداوي لپاره مرکز کابل ته ريفر کړ، د پيوازانو په خوله يې يو بل کس ټپي وو، هلته يې کلينيک ته وړی دی، درې واړه وروڼه وو، د ماشوم وضعيت دومره بد نه وو.“

نوموړی دا هم وايي، دوه جسدونه د سيمې اوسېدونکو دلته او يو يې د مچلغو کلينيک ته وروړی، چې وروسته له تکفين کولو به يې جنازې پيوازانو ته وسپاري.

د سیمې اوسیدونکي وايي، په جګړه کې درې وروڼه وژل شوي او د وژل شويو درې واړو يو بل ورور، مور او يو ماشوم يې ټپيان شوي هم دي.

د سيمې يو اوسېدونکي وايي، جګړه د تره زامنو ترمنځ شوې، مخکې له دې یې په یو بل د مرګ پور نه لاره او وژل شوو وروڼو غوښتل، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر خپل کور پرېږدي او د مرکز ګردېز اړوند سيمو ته ګډه یوسي، چې مقابل لوري یې د کډې بارېدو پرمهال پرې ډزې کړې او پينځه واړه يې د کور په دروازه کې ويشتي، مدني فعال او د دې جريان څخه خبر عبدالله مخلص راته کيسه کوي:

”دغه درې واړه وروڼه چې يوځای مړه شول، يو يې څارنوال وو، له حقوقو څخه فارغ شوی وو، اوس يې کومه وظيفه نه لرله او دوی غوښتل، چې مرکز ګردېز ته راشي او دلته يې کور هم نيولی وو، هغه بل کس چې دوی يې وژلي دي، انجینیر وو، د انجینرۍ پوهنځي کې وو، د دوی دواړو ترمنځ پخوا هم شخړې راغلې وې، جنګونه يې کړې وو، خو دومره سختې جګړې يې نه وې کړې، چې څوک دې په کې مړه شي، خو دا ځل داسې پېښه شوې، چې ټول خلک پرې غمجن دي، مور يې هم ټپي شوي او د وژل شوي څارنوال زوی هم ټپي دی.“

دا لومړی ځل نه دی، چې په پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ په جګړه کې د یوې کورنۍ پينځو تنو ته مرګ ژوبله اوړي تر دې وړاندې هم دې ورته ډېر ځله خپلمنځي بدیو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG