سیاسي او پوځي تحلیل کوونکي په پوهنتونونو کې د محصلینو له خوا د داعش یا طالب ډلو ملاتړ د افغانستان راتلونکې لپاره د اندیښنې وړ بولي.
دوی وایې، دغه ډلې د افغان ځوانانو د اقتصادي کمزوریو یا ټولنیزو نیمګړتیاوو څخه په استفادې غواړي د دې هېواد په اکاډمیکو مرکزونو کې لار ومومي.
پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند له ازادي راډیو سره په مرکې کې د ځوانانو ترمنځ د مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره د حکومت پر ناکافې اقداماتو انتقاد کوي.
د دغو اندیښنو په اړه له ښاغلي یارمند سره فریبا ظاهر مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې تیرو تجربو ته په کتو ننګرهار ته د ولسمشر له خوا د استول شوي پلاوي څخه څه تمه کیدای شي؟