د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

لاس انجلس ټایمز: د هېواد پر راتلونکي د افغانانو باور مخ پر کمېدو دی


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره د افغان حکومت د فعالیتونو په اړه د یوې تازه سروې او د بشري حقونو د یوې افغانې فعالې په اړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د هلکانو په جامه کې ښوونځي ته تلله مطالب خپاره کړي دي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د وګړو باور پر راتلونکې بیا تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی، تر سرلیک لاندې د هغې سروې نتیجه څېړلې چې په وروستیو کې په ټول افغانستان کې ترسره شوې ده.

لاس انجس ټایمز لیکي:

د اسیا فاونډيشن د ټولنې په سروې کې ډېری افغانانو اندېښنه ښودلې چې هېواد یې په غلط لوري روان دی چې د ورځپاڼې په وینا په تېره یوه لسیزه کې هېڅ کله هم افغانان دومره بدبینه نه وو.

په دغه سروې کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۹۵۸۶ کسانو څخه پوښتنې شوې او له څه باندې نیمایي زیاتو ګډونوالو یې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پر بدبیني سربېره د خپل امنیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه، په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې زیاتوالی، د امنیتي وضعیت خرابوالی او پراخ فساد چې د اشرف غني حکومت یې په تېر یوه کال کې په له منځه وړلو کې پاتې راغلی، د خلکو د ناهیلۍ د زیاتوالي عمده لاملونه دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

یو له عمده علتونو چې ځوانان او لوستي کسان له هېواده وځي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال کېږي، همدغه ستونزې دي.

لاس انجلس ټایمز په کابل کې د اسیا فونډیشن د استازي عبدالله احمدزي هغه خبره هم را اخیستې چې ویلې یې دي، دغه سروې یوه بله مساله واضح کوي او هغه دا چې نړېواله ټولنه او په سیمه کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د سولې او امن لرونکي افغانستان هدف ته په رسیدو کې له صبر او حوصلې کار واخلي او له دې هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.

هافینګتن پوسټ:

د هافینګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د بشري حقونو د هغې فعالې په اړه یو مطلب خپور کړی چې د طالبانو په واکمني کې د هلکانو په جامه کې ښوونځي ته تلله.

ورځپاڼه لیکي، کله چې طالبانو نجونې له زده کړو منع کړې، شبانه بسیج راسخ شپږ کلنه وه او د هلکانو د جامو په اغوستولو سره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی او پټه ښوونځي ته تلله.

اوس چې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو ۱۴ کاله تېر شوي، شبانه بیا هم غلې نه ده پاتې شوې او د نجونو د تعلیم په برخه کې خپلې مرستې ته ادامه ورکوي.

هغه اوس د نجونو د یوه ښوونځي مسووله ده. شبانه چې اوس ۲۵ کلنه ده، هافینګتن ورځپاڼې ته ویلي چې که څه هم د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته په میلیونونو افغان نجونو زده کړو ته مخه کړې خو بیا هم ډېرې نجونې شته چې د ښوونکو د نشتوالي له امله له زده کړې بې برخې دي.

شبانه چې د سې شنبې په ورځ یې په یوه کنفرانس کې د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې کولې وویل، چې دا ډېره نیکمرغه ده چې د زده کړو د دوام په برخه کې د خپلې کورنۍ ملاتړ ورسره وو، خو د هغې په وینا اوس هم ډېرې افغان نجونې په تېره بیا له ښارونو په لېرې پرتو سیمو کې شته چې کورنۍ یې د زده کړې ملاتړ نه کوي.

XS
SM
MD
LG