د افغانستان، سعودي عربستان او ازهر دیني عالمانو په پاریس کې وروستي ترورستي بریدونه د اسلام له نظره ناروا وبلل. د فرانسې ولسمشر بیا وویل چې دا بریدونه د متمدنو انسانانو بریدونه نه دي او جهادي وسله والې ډلې ټولې نړۍ ته په ګواښ بدلې شوې دي.
د نومبر په دیارلسمه په پاریس کې د سپورټ پر یوه سټیډیوم، د کنسرټ پر یوه هال؛ پر بارونو او رسټورانټ کې د بریدونو پر مهال ۱۳۲ کسان ووژل شول. د دې بریدونو پر مهال اووه برید کوونکي هم چې اکثرو یې ځانونه والوزول؛ ووژل شول.
د افغانستان د علماو د شورا غړي مولوی شهزاده شاهد ازادي راډيو ته وویل:
"د افغانستان علماو تل دا خبره کړې ده چې هره هغه حمله چې هغه د ملکیانو او ولسونو د قتل او قتال باعث کیږي؛ هغه محکوموو او دا شرعا جواز نه لري."
تر دې مخکې د افغانستان جمهور رییس او اجراییه رییس په پاریس کې وروستۍ حملې وغندلي او ویې ویل چې تروریزم سرحد او مذهب نه لري. خو په نړېواله سطحه د اسلامي نړۍ مهمې مرجع ازهر شریف د پاریس پېښه په کلکو ټکیو غندلې ده.
د دې مرکز مشر د اسلامي علومو ډاکټرعباس شومان وویل؛ ازهر شریف په پاریس کې وروستي بریدونه غندي او دا مهمه نه ده چې دا حملې چا کړې دي خو اسلام له هر راز ترورزم سره مخالف دی.
د ازهر مشر فرانس پریس اژانس ته وویل چې لویدیځو هیوادو د فرانسې په ګډون د ازهر دا غوښتنه بیا بیا له پامه غورځولې ده چې د ترورزم درملنه له فکري پلوه کیدای شي او د زور له استعمال سره دا پدیده زیاتیږي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند بیا د دوشنبې په ورځ په پاریس کې پارلمان ته په وینا کې وویل چې ترورزم ټولې نړۍ ته ګواښ دی:
"موږ د تمدنونو پرضد جګړه نه کوو، ځکه چې دغه مرګ ژوبله د هغوی استازیتوب نه کوي. موږ له جهادي ترورستانو سره په جګړه یوو چې یوازې فرانسې نه، ټوله نړۍ تهدیدوي."
د سعودي عربستان د جګپوړیو علماو ټولنې هم د پاریس بریدونه غندلي دي او وایي چې دا بریدونه ترورستي بریدونه دي او په اسلام کې دا ډول حملو ته چې خلک پکې وژل کیږي ځای نه شته.
د افغانستان د علماو د شورا غړي مولوي شهزاده شاهد ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان علماو تل د سعودي عربستان له علماو سره، د ازهر له علماو سره، یا د دیوبند له علماو سره یا دغسې د فتوا له نورو دیني مراکز سره خپل غږ یو کړی دی. د شرعیت مسایل که په ترکیه کې دي، که په ازهر کې دي، په سعودي کې دي، په افغانستان کې دي یا د دنیا په بل ګوټ کې دي، یو مسایل دي."
د فرانسې پولیسو د پاریس د بریدونو په تړاو تر اوسه ۲۳ کسان نیولي دي او ۱۰۴ کسان یې په خپلو کورونو کې نظر بند کړې دي. پولیس وایي چې یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له مشکوکو ترورستانو ترلاسه کړې دي.