د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۷

له انضمام‎الحق سره د کرکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه تړون وشو


د افغانستانکرکټ بورډ له انډیمولز وروسته د پخواني پاکستاني لوبغاړي انضمام‌الحق سره د روزنکي په توګه یو کلن تړون لاسلیک کړ.

په همدې مناسبت په یوې غونډه کې د کرکټ بورډ مسوولینو او نوي روزونکي برخه اخیستې وه چې په یاده غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولینو وویل چې له ډېرو هلو ځلو وروسته یې د افغان لوبغاړو لپاره یو تکړه روزونکی انتخاب کړی دی.

د کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم‎الله دانش په دغې غونډه کې وویل، دغه انتخاب د ډېرو څېړنو او شفافو انتخاباتو له لارې ترسره شوی دی.

ښاغلي دانش وویل:

"انضمام‌الحق د یوې شفافې آزموینې له لارې ټاکل شوی دی چې موږ سره په دې آزموینه کې د کرکټ نړیوالې شورا او د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکي او اداري خلک موجود وو له هغې پروسې وروسته دی ټاکل شوی دی."

په ورته وخت کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لپاره نوي ټاکل شوي روزونکي وویل، افغان ټیم ښه وړتیا لري خو په دوه برخو کې یې کمي لیدل کېږي چې یو هم ډسپلین او بل هدف دی او همداراز د کرکټ په برخه کې خپلې ټولې تجربې به له افغان ټیم سره شریکې کړي.

نوي روزنکي انضمام‎الحق د پنجشنبې په ورځ د کرکټ بورډ جوړې شوې غوندې ته زیاته کړه، زمونږ هدف د کرکټ په نړیوالي شورا کې د بشپړ غړیتوب تر لاسه کول دی.

ښاغلي انضمام‎الحق وايي:

"اوس زما د کرکټ بورډ او لوبغاړو هدف دا دی چې انشاالله هڅه کوو دکرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړو او له دې ټولو مخکې هغه لوبې او ټورنمنټونه چې زموږ په مخ کې دي، هغه څه دي چې زموږ هدف دی."

ښاغلي انضمام‌الحق همداراز وویل، مخکې له دې چې موږ خپل هدف ته ورسېږو دوه نور مهم مسایل تر لاس لاندې لرو چې یو هم د ۲۰۱۶ کال نړیوالی شل اوریزی سیالۍ او بل هم د اسیا کپ سیالۍ دي چې موږ باید په هغې کې ښې لاس ته راوړنې ولرو.

له دې وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزنکی انډیمولز و چې کرکټ بورډ له هغه سره د دوهم ځل لپاره د روزونکي په توګه تړون لاسلیک نکړ او په ځای یې د پاکستان هېواد پخوانی لوبغاړی انضمام‎الحق د روزونکي په توګه وګمارل شو.

راپور- محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG