د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

د ننګرهار مدني فعالان: د پوهنې وزارت د اصلاحاتو پرځای فساد ته کار کوي


د ننګرهار مدني فعالان او فرهنګيان وايي؛ دوی په تمه وو چې د پوهنې وزارت به په خپل رياست کې سالم بدلونونه راولي؛ خو دوی وايي، دغه وزارت د پوهنې په ریاست کې هغه کسان له دندو لرې کوي چې د فساد نه پاک وي.

د مدني فعالانو او فرهنګيانو د معارف وزارت د هغه پرېکړې په غبرګون کې غږ پور ته کړ چې د دې ریاست د نتایجو او شهادات نامو مدير عبدالغني فاروقيپرځای نوی کس ورمعرفي شوی.

په همدې موخه د ننګرهار مدني او فرهنګي فعالانو په ګډه د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې له چاواکو وغوښتل چې تغيرات باید د اصلاحاتو په اړه وي؛ نه دا چې له بدو بدتر وي:

"ضياالدین همت مل: تاسې ته زه پیشګويي کوم چې په دې تبدیلې سره به هغه کس ته چې د معارف مخ به يي نه وي؛ لیدلی او شهادات نامه به ورکول کیږي؛ دلته په شعوري توګه د معارف د ځپلو کار روان دی.

ډاکټر اسدالله ښالیز: موږ معارف سره ګورو که مثبت ځواب يې رانه کړ؛ ولایتي ادارې سره ګورو او که هغوی هم سم ځواب رانه کړ موږ به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکوو."

د پوهنې ریاست د نتایجو شعبې لرې شوي مدير عبدالغني فاروقي وویل چې ده سره د اداري اصلاحاتو د اصولو خلاف عمل شوی.

دی وايي، که چېرې د ده په اړه د فساد یا خیانت کوم اسناد موجود وي؛ دی هرې پرېکړې ته تیار دی:

"اوس چې زه د معارف وزارت د پرېکړې پر اساس له دندې ګوښه شوی یم؛ له یوې خوا دا خو د اصلاحات اداري خلاف عمل ترسره شوی دی؛ که چیرې د معارف په چوکاټ یا په هره برخه کې مانه چې څه جرم ترسره شوی وي او دوی دې ماته ښکاره کړي؛ زه هرې پرېکړې ته تیار یم کنه د خپل حق غوښتوونکی یم."

دغه مدني فعالان وايي، دوی په پام کې لري چې د همدې موضوع په خاطر د ننګرهار ریاست او ولایتي ادارې سره ناسته وکړي او په خبره يې که چيرې غوښتنې يې ونه منل شي؛ نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG