د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۸

عارف په ۱۰زرو محصلانو کې د انجنيرۍ د ډېزايننګ په برخه کې دويم مقام خپل کړ


په هند کې يوه افغان محصل د لسو زرو محصلانو په منځ کې د انجنيرۍ د ډېزايننګ په برخه کې دويم مقام خپل کړ.

بسم الله عارف ته د دې بريا له کبله نقدي جايزه او د سرو زرو مډال ورکړل شوى دى.

په هندوستان کې دغه سيالي د سافټوېرونو د يوې امريکايي کمپنۍ Autodeskله خوا تنظيم شوې وه.

د سږکال په سيالۍ کې ٢٥٠٠ پوهنتونونو ګډون کړى و چې تر لسو زرو زياتو محصلان ورته ټاکل شوي وو.

صالح محمد صالح له دغه افغان محصل بسم الله عارف سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتنه کړې چې ده څنګه په دغو سياليو کې ګډون وکړ؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG