د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۱۷

د تخار خواجه غار ولسوالۍ له طالب وسله والو څخه پاکه شوې ده


د تخار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت خواجه غار ولسوالۍ یې په بشپړ توګه له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د تخار امنیه قوماندان نور محمد حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د دغه عملیاتو پرمهال د دې ولسوالۍ ۱۲ لوی کلي له وسله وال طالبانو څخه پاک کړي او تر څنګ د وسله والو مخالفینو یو روزنیز مرکز هم له منځه وړی دی.

هغه وویل چې د دې عملیاتو پرمهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه افغان سرتیري ټپیان او یو بل تن وژل شوي دي.

له دې وړاندې د خواجه غار ولسوالۍ په کلیو او بانډو کې د وسله والو طالبانو د حضور په اړه اندیښنه ښودل شوې وه او محلي چارواکو ویلي وو چې د کندز له جګړې څخه ډېر طالبان دغې ولسوالۍ ته تللي دي.

وسله وال طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG