افغان ولسمشر د چارو د تنظیم او همغږۍ د یوه مرکز د جوړولو سپارښتنه کړې ترڅو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د مرستو لړۍ همغږې کړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي پرون ماښام په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د حکومت راټولې شوې لومړنۍ شمېرې ښیې چې د زلزلې له کبله ۱۱۵ تنه مړه او څه د پاسه ۵۰۰ تنه ټپیان شوي دي، خو وایې دغه شمېرې ښایې بدلې شي.
ولسمشر دا هم ویلي چې د نورو زیانونو ترڅنګ باید د ملي بنسټونو زیانونه هم ژر تر ژره وارزول شي او د بیا رغوني لپاره یې اقدامات وشي.
ولسمشر دغه سپارښتې پرون د امنیت شورا په یوې فوقالعاده غونډه کې کړي دي او اړوندو مسولینو ته یې ویلي چې باید د مرستو د تنظیم لپاره ژر تر ژره د همغږۍ یو مرکز جوړ شي.
ولسمشر اشرف غني غوښتي چې په همدې مرکز کې د مرستو یو صندوق هم کېښودل شي ترڅو د افغان سوداګرو او همداراز د نړېوالو مرستو رسول له یوې مرجع څخه او په منظمه توګه ترسره شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي تېر ماښام خبریالانو ته په دې اړه وویل: " د سوق او ادارې یو مرکز باید جوړ شي. په دې سره به لاښه نظم او همغږي رامنځته شي ترڅو ټولې مرستې، هڅې او ټول هغه معلومات چې له بېلابېلو سیمو څخه مرکز ته رسېږي او یا له مرکزه نورو ولایتونو ته لارښودنې یا مرستي کېږي، ټول په همغږۍ کې ترسره شي."
هغه زیاته کړه: " دا هڅه مو د دې لپاره ده چې موږ یو کار دوه ځلې ونه کړو او مرستې او هڅې مو تر وروستۍ کچې اغیزمني اووسي. "
د دوشنبي په ورځ یوې زورورې زلزلې چې مرکز یې د هندوکش غرونو لړۍ ښودل شوې او شدت یې ۷.۵ درجې رېښتر اټکل شوی د افغانستان په ګډون د پاکستان، هندوستان او ازبکستان ځیني سیمي یې ولړزولې.
د افغان حکومت لهخوا راټولې شوې شمېرې ښیې چې په دې زلزله کې د افغانستان نهو ولایتونو ته ډیر زیان رسېدلی او د مړو شمېر۱۱۵ تنه یادوي.
ظفرهاشمي خبریالانو ته دغه شمېرې اعلان کړې: " په ټوله کې د افغانستان نهه ولایتونه ډیر زیانمن شوي دي. د زلزلې مجموعي مرګ ژوبلې په اړه چې موږ ته معلومات رسیدلي ښیې چې ۱۱۵ تنه په دې پېښه کې مړه شوي، ۵۳۸ تنه ټپیان دي، لومړني راپورونه ښیې چې ۷۶۳۰ کورونه ړنګ شوي دي، ۱۹ ښوونځي، ۱۷ جوماتونه او ۲۰ دولتي ادارې ړنګې شوي دي."
ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې د اړیکو د نشتوالي له کبله لاهم نه دي توانېدلي د ځاني او مالي زیانونو په اړه وروستي ارقام ترلاسه کړي او دغه شمېرې یې د بدلون وړ وبللې.
دی وایي، افغان حکومت مخکې له مخکې د سخت ژمي وړاندوینه کړې وه او له همدې کبله یې له وړاندې په تېره بیا د تاجکستان لهخوا په بدخشان ولایت کې اړین توکي ذخیره کړي وو.
خو له دې سره-سره وایي ټولو زیانمنو سیمو ته د مرستو د رسولو په برخه کې باید له پوره دقت او چټکتیا څخه کار واخیستل شي.
د همدې کار لپاره ولسمشر د افغانستان د مالیې وزارت او د پېښو په برخه کې د دولت وزیر ته ویلي چې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې بودجه وارزوي او ژر تر ژره یې زیانمنو کسانو ته ورسوي.
د اوس لپاره د ولسمشر د سپارښتنې سره سم باید د زیانمن شویو ولایتونو والیانو ته ۵۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شي ترڅو سمدستي اړتیاوې پرې پوره کړي.
دغه راز ښاغلي هاشمي د ولسمشر د غوښتنې هغه برخه هم روښانه کړه چې باید د ټپیانو د انتقال او هم د مرستو د رسولو لپاره د افغانستان د هوایې ځواکونو له امکاناتو څخه تر ډیره کار واخیستل شي.
د دغې زلزلې وروسته ځینو هېوادونو او مرستندویه ټولنو افغان مشرانو ته د دغې پېښې په اړه د مرستو ژمنه کړې ده، خو ولسمشر وایې دوی به د خپلو زیانونو له ارزولو وروسته د اړتیا پهحال کې له مرسته کوونکو ټولنو او هېوادونو سره د خپلو اړتیاوو فهرست شریک کړي.
دغه راز د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم ویل شوي چې په افغانستان کې د مرسته رسوونکو ټولنو د امنیت ټینګولو په برخه کې تر خپلې وسې هڅې وکړي ترڅو هغوی په ډاډه زړه زیانمنو کسانو ته خپلې مرستې ورسوي.