د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

شريف: نه پوهېږم د مذاکراتو پر مهال د ملا عمر د مړينې د خبر د خپرولو تر شا څه هدف و؟


د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي؛ په پاکستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په درشل کې د ملا عمر د مړينې راپورونه خپرېدل د دې لامل شول چې د دواړو افغان خواوو ترمنځ مذاکرات وځنډوي.

نوموړى همدراز زياتوي، پاکستان او امريکا په دې سلا شوي چې دواړه خواوې به د افغانستان د سولې د مذاکراتو د بېرته پيلولو لپاره ګډې هڅې کوي؛ څو په افغانستان او سيمه کې تلپاتې سوله راشي.

صدراعظم شريف دا څرګندونې د جمعې په شپه د امريکا د واشنګټن ښار په سپينه ماڼۍ کې د دې هېواد له ولسمشر باراک اوباما سره تر ليدنې وروسته يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د امريکا ولسشمر اوباما او صدراعظم شريف تر ليدنې وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني.

ښاغلي شريف همداراز خبري غونډې ته وويل؛ پاکستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي غواړي او ټينګار کوي چې خپله خاوره به د هېڅ يوه پر ضد کارېدو ته پرېنږدي؛ خو د دې ترڅنګ له ګاونډيو هېوادونو هم د ورته اقدام هيله لري.

صدراعظم شريف په پاکستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات يو "ناشونى کار" وباله او ويې ويل، دوى دا پروسه د افغان ولسشمر محمد اشريف غني په غوښتنه پيل کړه او افغان طالبان يې په ډېرو خوارو زارو خبرو ته حاضر کړل.

شريف د مذاکراتو لومړى پړاو کامياب وباله؛ خو تر دويم پړاو مخکې يې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د راپورونو په خپرېدا نيوکه وکړه او ويې ويل:

((تر لومړي پړاو څو ورځې وروسته چې دويم پړاو ته يواځې دوه ورځې پاتې وې؛ نو ناڅاپه دا خبر خپور شو چې ملا عمر مړ شوى دى. تراوسه موږ په دې نه يو پوهېدلي چې چاته څه اړتيا وه او د دې تر شا کوم هدفونه و چې د دويم دور تر مذاکراتو يواځې دوه ورځې مخکې دې دا خپور کړي چې په نتيجه کې يې د سولې پروسه چې موږ تر ډېرو هڅو وروسته پيل کړې وه؛ په ټپه ودرېده؟

که چيرې دا لړۍ روانه واى، نو زه باور لرم چې يوې نتيجې ته به رسېدلې وه. دې کې شک نشته چې دا پروسه اوس ځنډېدلې ده او دا لړۍ بېرته پيلول به وخت اخلي؛ خو موږ به يوه بله هڅه هم کوو او له ولسمشر اوباما سره په ليدنه کې په دې سلا شو چې پاکستان، امريکا او افغانستان بۀ په ګډه د دغې پروسې د پيلولو لپاره له يو بل سره مرسته کوي.))

ښاغلي شريف همداراز د سيمې سوله او ثبات د افغانستان په سولې پورې وتاړه او ويې ويل؛ پاکستان او امريکا به د افغانستان د سولې له هلې ځلي کوي؛ ځکه چې د سيمې ثبات په سوله ييز او باثاباته افغانستان پولې تړلى.

تر دې مخکې د صدراعظم شريف او ولسمشر اوباما تر ليدنې وروسته په ګډه اعلاميه کې ويل شوي ول، چې ښاغلي شريف اوباما ته ډآډ ورکړى، چې پرخپله خاوره به د ټولو ترورېستي ډلو پرضد جدي اقدامات کوي او په سيمه کې بۀ داعش وسله والې ډلې د مخنيوي لپاره ګډه همکاري کوي.

د پاکستان صدراعظم دغه راز خبرې غونډي ته وويل، د امريکا له ولسشمر سره يې په دوه اړخيزو اړيکيو، د سوداګرۍ په پراختيا او نورو سربېره په پاکستان کې د هند د لاسوهنې او دغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله په کړکېچ هم خبرې وکړې.

نوازشریف تر هغې وروسته واشنګټن ته سفر وکړ چې د متحدو ایالاتو ولسمشر په افغانستان کې وروستي ترورېستي بريدنو ته په کتو له دې هېواده د خپلو پوځیانو د ایستلو پروګرام وځنډاوه.

د يادونې وړ ده، چې د سياسي و سيمه ييزو چارو يو شمېر کارپوهان وايي، پاکستان په افغان طالبانو کې ډېر نفوذ لري او کولاى شي، چې هغوى مذاکراتو ته راولي، نو امريکا ته د صدراعظم شريف سفر مهمدى، چې ښايي په نزدې راتلونکي کې به څه نتيجه ورکړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG