د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

د پاکستان جنګي الوتکو په خيبر ايجنسۍ کې ٢١ وسله وال وژلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد جنګي الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په بېلابېلو برخو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د پنجشنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې د دې هېواد جنګي جټ الوتکو د خيبر ايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په راجګل کې د وسله والو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي چې لږ تر لږه ٢١ وسله وال په کې وژل شوي دي.

که څه هم پوځ په دغو هوايي بريدونو کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کړې؛ خو تر دې دمه يې لا د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د پوځ مطبوعاتي څانګه همداراز ادعا کوي چې په هوايي بريدونو کې يې د وسله والو ٥ مرکزونه هم له منځه وړي دي.

په عين حال کې د خيبر ايجنسۍ يوه باخبرې ځايي سرچينې ازادي راډيو ته وويل چې جټ الوتکو د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتو سيمو کې بمباري کړې؛ خو په دغو سيمو کې د ټليفوني شبکو د بندښت له امله په کې د وژل شويو د کره شمېر په اړه څه نه شي ويل کېداى.

راجګل ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته سيمه ده چې پاکستانيو ځواکونو په کې له تېر يو کال راهيسې د خيبر ټو په نامه پوځي عمليات پيل کړي او د پراخو برياوو ادعا په کې کوي.

په عين حال کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ادعا کړې چې د دې هېواد بې پيلوټه الوتکو "براق" ډيورنډ کرښې ته څېرمه په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى چې ګڼ شمېر مشکوک وسله وال په کې وژل شوي؛ خو د هغوى د کره شمېر او هويت په اړه يې لا څه نه دي ويلي.

دا لومړى ځل دى چې د پاکستان بې پيلوټه الوتکو په جنوبي وزيرستان کې د شپې پر مهال د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي.

تر دې مخکې دغو الوتکو په لومړي ځل په تېره مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو وسله والو يو مرکز په نښه کړى و چې د ٣ وسله والو د وژلو ادعا په کې شوې وه.

د پاکستان پوځي مقاماتو په داسې وخت کې په خيبر ايجنسۍ او جنوبي وزيرستان کې د وسله والو د وژلو خبرونه خپاره کړي چې د دې هېواد صدراعظم نواز شريف په واشنګټن کې له امريکايي چارواکيو سره په سيمه کې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په ګډون په يو شمېر نورو مساېلو په خبرو بوخت دى.

که څه هم پاکستانيو ځواکونو د تېر کال له جون راهيسې په بېلابېلو قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نامه په پيل شويو عملياتو کې، چې تر دې دمه روان دي د پراخو برياوو ادعا کړې؛ خو خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو لا تر دې دمه د هغوى د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG