د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

په کابل کې د فرخندې په یاد یو څلۍ جوړیږي


د هغې افغانې نجلۍ یاد د ژوندي پاتې کیدو په خاطر څلۍ جوړیږي چې تیرکال د قران پاک سوځونې په تورپه کابل کې ووژل شوه.

د افغانستان د پیوستون ګوند چې د خلکو په مرسته دا څلۍ جوړوي وایي، چې غواړي د دې لارې د بنسټ پالنې په وړاندې مبارزه او د ۲۱ پیړۍ ظلمونو یوه نمونه راتلونکو نسلونو ته پریږدي.

له هغې پیښې پوره اوه میاشتې تیریږي چې په دې ځای کې یوه افغانه نجلۍ د قهرجنو سړیو تر ګزارونو لاندې وه او د بې ګناهي نارې یې وهلې.

فرخنده د قهرجنو دې خلکو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه بیا یې بدن ته اور ورکړل شو او د کابل سیند ته لاندې ګزار کړای شوه.

دا سیمه د کابل ښاره شادوشمیره زیارت ته غزیدلی سړک دی هغه همدلته ووژل شوه او اوس یې په همدغه سیمه کې په یاد د دنګ څلي د جوړید چارې روانې دي.

دلته خلک وایي چې دا څلۍ د یو شمېر ښځینه کارمندانو له خوا جوړیږي خو په دغې ورځ چې موږ دلته راغلو کارمندانو یې د څو ورځو لپآره رخصتي کړي ده.

د کابل یو شمېراوسیدونکي په داسې حال کې چې دا څلۍ د یاد پاتې کیدو ښه بیلګه بولي وايي چې یوازې باید په دې بسنه ونه شي بلکې د عدالت د تامیندو لپاره هم باید چټک ګامونه واخیستل شي:

((زما نوم محمد نسیم دی زه وایم چې د دې بې چاره ګناه څه وو دا چا لیدلې ده چې قران پاک یې سوځولی؟

هغه مجرمین څه شوه چې دا جینې یې ووژله؟ ایا چا ورته جزا ورکړه دا څلۍ ښه دی چې د هغې په یاد جوړیږي نورخلک باید له دې پند واخلي چې نه باید څوک ناحقه جزا وويني.

په دې څلي باید ولیکل شي چې فرخنده شهیده ده هغه تعلیم یافته او مبارکه ښځه وه د هغې سره ظلم او زیاتی وشوړ دا تاریخ باید ولیکل شي تر څو حکومت هم خپلو کړنو ته متوجه وي چې د حق لپاره یې څه کړي په راتلونکي کې باید داسې ستونزه رامنځته نه شي لکه دې ته چې جوړه شوه. ))

اوه ویشت کلنه فرخنده د تیرکال په وروستیو ورځوکې دلته د قران سوځونې په تور وژل شوي وه.

د افغانستان د پیوستون ګوند چې دا څلۍ جوړوي وايي، د کابل ښاروالۍ ورته د دغه څلي د جوړیدو اجازه په ډيرو سختیو ورکړي.

د دغې ګوند یوه غړي حفیظ الله راسخ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویل په راتلونکو شلو ورځو کې به دا څلۍ بشپړ شي او د ښارد ښکلا ترڅنګ به د فرخندې او ځینو نورو اتلو ښځو تاریخ تر خلکو ورسیږي:

((کوم وحشت چې په یوویشتمه پیړي او بیا د امنیتي ځواکونو په شتون کې او ارګ ته نږدې شوی دا باید تر راتلونکو نسلونو پورې ورسول شوي موږ دا یادګار جوړوو په سختی سره مو یې د جوړیدو اجازه تر لاسه کړه، په دغه څلي به د فرخندې یو عکس د هغې نوم او د ځینو نورو ښځو نومونه وي چې په ظلم سره وژل شوي دي.))

که څه هم د ابتدایه او استناف محکمو حکم د فرخندې کورنۍ د غړو او عامو مدني ټولنو اندیښنې له ځان سره لرلې خو اوس حقوق پوهان او ځیني مدني فعالان هیله ښيي چې ستره محکمه به په دې اړه نهایي عادلانه حکم صادر کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG