د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې د افغان حکومت په چوکاټ کې دننه او بهر یو شمېر کسانو له روسیې څخه په خپل سر د تروریزم پر وړاندې د پوځي اقداماتو او مرستو غوښتنه کړې ده.
محمد نذیراحمدزي له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې روسیې ته یې د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد چارواکو ته قناعت ورکړی چې حق نه لري په خپل سره په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېرکارپوهان د حکومت له چوکاټه بهرپه خپل سر له بهرنیو هېوادونو د نظامي مرستو غوښتنه ملي خیانت بولي.
په داسې حال کې چې د افغانستان وروستي امنیتي وضعیت روسیه سخته اندېښمنه کړې او وضعیت له نږدې څاري د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي، چې ځینو افغانانو په خپل سر له روسیې څخه په افغانستان کې د پوځي اقداماتو غوښتنه کړې.
محمد نذیراحمدزی چې په دې وروستیو کې روسیې ته سفر درلود وايي چې روسیه باید له افغانستان سره هر ډول پوځي مرستې د افغان حکومت په رسمي غوښتنه وکړي نه د افرادو په شخصي غوښتنه.
ښاغلي احمدزي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، روسي چارواکو ورسره منلې چې په خپل سربه په افغانستان کې هوايي او ځمکني عملیات نه کوي:
((هغه کسان چې له روسانو سره یې نږدې روابط درلودل، هغوی د افغانستان او د سیمې د جګړې په نامه له روسیې مرستې راټولولې او په دې کار کې مصروف وو، چې دا مساله د افغانستان د خپلواکي او امنیت ته لوی خطر و، موږ هغوی ته قناعت ورکړ، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او امنیتي سکتور لرو تاسې چې هرڅه کوئ چې مستقیم یې له دولت سره وکړئ نه افرادو سره چې په دې موږ سره توافق وشو.))
که څه هم محمد نذیر احمدزي په دې اړه د چا نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې حکومتي او غیر حکومتي چارواکو دا غوښتنه له روسیي څخه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د ملي شورا یو شمېر غړو په دې وروستیو کې مسکو ته سفرونه کړي دي.
په ځینو راپورونو کې وویل شول چې روسیې هم د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو ځپلو ته چمتوالی ښودلی، خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې وضاحت نه دی ورکړی.
اجرایه ریس عبدالله عبدالله په خپل وروستي خبري کانفرانس کې دومره وویل، هر هېواد چې د تروریزم د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي، دوی یې هرکلی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د افغانستان وضعیت د اندیښنې وړ بللی او ویلې یې دي چې دا وضعیت د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم یو ګواښ دی.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د حکومت له چوکاټه پرته په خپل سر له بهرنیو هېوادونو د نظامي مرستو غوښتنه ملي خیانت بولي.
جنرال عتیق الله امرخیل ازادي راډیو ته وویل چې د روسیې پوځي همکاریو ته په افغانستان کې ذهنیت نه دې برابر او افغان حکومت د دې اقدام مخنیوی وکړي:
((هرڅوک چې له یوه هېواد سره شخصي ارتباطات نیسي هغه خیانت دی يا په بل عبارت ووایو چې هغه کس ته د یاد هېواد نماینده وویل شي، چې دا په حقیقت کې د یوه هېواد ملي ګټو ته سخت زیان دی او دوهم دافغانانو ذهنیت دیته چمتو نه دی چې له روسیې څخه وسلې واخلي.))
د راپورونو له مخې د افغانستان په شمال کې په یو شمېر پخوانیو قوماندانو باندې ایراني او روسيي ډوله وسلې ویشل کیږي، خو تر اوسه خپلواکو سرچینو دا موضوع نه ده تایید کړې.
د افغانستان د اساسي قانونو او نورو قوانینو له مخې د ولسمشر له امر او ملي شورا له تایید پرته هیڅوک هم حق نه لري چې له بهرنیو هېوادونو څخه د پوځي او نورو مسایلو کې د مرستیو غوښتنه وکړي.
د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې افغان حکومت دې هغه کسان په نښه او خلکو ته په ډاګه کړي چې د حکومت له چوکاټ او ملي ګټو پرته د خپلو شخصي ګټو لپاره نورو هېوادو د افغانستان په چارو کې د مداخلې غوښتنه کوي.
راپور: رحمت الله افغان