پاکستان يومتقاعد جنرال د دې هېواد د ملي امنيت د سلاکارپه توګه ټاکي.
جنرال نصيرخان جنجوعه به ډېر ژر دغه دندې ته معرفي شي او د پاکستان له صدراعظم نوازشريف سره به د امریکا پرسفر يو ځای ځي.
همدا راز ويل کيږي ښاغلی جنجوعه به له امريکا وروسته افغانستان ته سفر وکړي.
ويل کیږي د پاکستان د ملي امنيت نوی سلاکار به ډېر ژر پرخپله دنده کار پيل کړي.
جنرال نصيرخان جنجوعه چې تېره اوونۍ يې له خپلې نظامي دندې استعفی ورکړه، له دې وروسته به د سرتاج پرځای کار کوي.
خو ښاغلی عزيز به د پاکستان د بهرنيو چارو د اړیکو د سلاکار په توګه پر خپله دنده پاته شي.
يوې نظامي او دوو ملکي سرچنو تاييد کړې چې جنرال جنجوعه به له نوازشريف سره د امريکا پرسفر يوځای ځي.
يوې نظامي سرچنې رويټرزخبري اژانس ته ويلي چې د پاکستان د پوځ په باور، د سرتاج عزيز توجه دوو خواوو ته وېشل شوې وه چې د ملي امنيت سلاکاري او د بهرنيو چارو سلاکاري وه.
د هغه په وينا، پرېکړه وشوه چې نصيرخان جنجوعه به د ملي امنيت د سلاکارپه توګه وټاکل شي او سرتاج عزيزبه خپل ټول پام بهرنيو چارو ته کړي.
همدې پاکستاني نظامي سرچنې چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، وايي: دا اقدام د صدراعظم او پاکستاني پوځ د پرېکړې له مخې شوی او داسې نه ده چې ګواکې پوځ پر صدراعظم نوازشريف فشار راوړی وي.
تراوسه د پاکستان د پوځ وياند په رسمي توګه د ملي امنيت د نوي سلاکار د ټاکل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
نوازشريف د پاکستان له قدرتمند پوځ سره نسبتاً متزلزلې اړيکې لري.
په ۱۹۹۰م کال کې د ده پخوانی حکومت د نظامي کودتا په پايله کې چپه شو او جنرال پروېزمشرف واک تر لاسه کړ.
د کورنيو ستونزو ترڅنګ، له هندوستان سره د اړيکو پر سر د پوځ او نواز شريف تر منځ د اړيکو پر سراختلاف شته.
د يوه پاکستاني چارواکي په وينا، پوځ صدراعظم ته سلا ورکړې وه چې د هندوستان له صدراعظم نريندرا مودي سره خبرو ته حاضر نه شي خو نوازشريف ټينګار کوي چې د سولې لپار به د مذاکراتو هڅې کوي.
د نوازشريف د کابینې يو وزير وايي:
د پاکستان د پوځ مشرله څو مياشتو دا هڅې کولې چې جنرال جنجوعه د خپل هېواد د ملي امنيت د سلاکار په توګه وټاکي خو صدراعظم د سرتاج عزيز له خوا د دې دندې دوام غوره باله.
د راپورونوله مخې، افغانستان ته د جنرال جنجوعه د سفر په اړه هم خبرې شوي دي.
ويل کيږي دی به په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي خو د دې خبرو دقيقه نېټه او اجنډا په ځانګړې توګه نه دي څرګند.
جنرال جنجوعه تراوسه څو ځلي د نظامي لوړ رتبه کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او ويل کيږي د ده له کارو څخه غوره په بلوچستان کې د جلاغوښتونکو په اړه او همدارنګه د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون د مشرۍ په اړه، چې په دفاعي زده کړو کې د پاکستان د ټولو غوره انسټيټیوټ بلل کيږي، ويل شوي.