د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د غور والی وايي، ښايي سیمه يیز زورواکي يې ووژني


د غور والي وايي چې ښايي سیمه يیز زورواکي يې ووژني.

وروسته له دې چې د ولایتي شورا یو شمېرغړو پرون په فېروزکوه ښار کې مظاهره وکړه سیما جوینده ازادي راډیو ته وویل چې ځینو خپلسرو قوماندانانو په مرګ ګواښلې ده.

اعتراض کوونکي مېرمن جوینده په بې کفایتۍ تورنوي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي خو نوموړې وايي چې د سیمه ییزو زرواکو غیر قانوني غوښتنې یې نه دي منلي او ځکه د هغو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

د غور والي وايي چې د ولایتي شورا د ځینو غړو په ګډون یو شمېر زورواکي غواړي دا د مظاهرو له لارې له خپلې دندې لېرې کړي.

سیما جوینده پر دې کسانو تور لګوي چې دې او کورنۍ ته یې ګواښونه کوي.

مېرمن جوینده پرون ماښام له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې زورواکو ان په مرګ ګواښلې ده:

((دا غیرمسوول وسله وال قوماندانان دي. دوی د بدمعاشانو له ډلې څخه دي. دوی له زرګونو کسانو څخه باج اخیستی او زما د وېرې یوازینی علت همدا دی.

امکان لري چې سل په سلو کې د دې کسانو له خوا ووژل شم. دوی غواړي په هر ډول چې وي یا زما د کورنۍ غړي او یا ما له مینځه یوسي ځکه دوی زور او وسلې لري.))

د ولایتي شورا د څو غړو په ګډون یوشمېر کسانو پرون د غور په مرکز فېروزکوه کې د دوهمې ورځې لپاره د والي پرضد مظاهره وکړه.

دوی د سیما جوینده د لېرې کېدو غوښتنه کوله او ویل یې چې دا بې کفایته ده او د ولایت د چارو په ترسره کولو کې پاتې راغلې.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم د دې معترضانو په ډله کې و:

((د ولایتي شورا په استازیتوب خلکو ته زموږ اواز دا دی چې موږ له مرکزي حکومته غواړو چې د غور مسئلې ته جدي پام وکړي او یو باصلاحیته پلاوی راواستوي څو دا موضوع له نژدې حل شي.))

خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې سیما جوینده وویل، دا کسان ځکه له دې سره مخالفت کوي چې دا یوه ښځه ده او دې د زورواکو غیرقانوني غوښتنې نه دي منلي:

((دوی باج غواړي. پردې سربېره دوی د معارف او د غور د کانال پیسې یې خوړلي، شنې ساحې یې غصب کړي او دا چې زه ښځه یم د دوی په نظر جرم دی او غواړي چې له دوی سره قانوني چلند ونه کړم.

دوی وايي چې پخواني والیان ورسره جوړ وو او غواړي چې زه هم باید هرڅه ورسره ومنم. خو دا یو تور داغ دی او زه نه غواړم دا تور داغ د افغانستان د ښځو پرمخ پرېږدم، نه غواړم چې خدای مه کړه د افغانستان ښځې تاریخ ته بدنامې کړم.))

یو شمېرښځو چې پرون د فېروزکوه ښار په یوه بله څنډه کې د والي په ملاتړ مظاهرې ته راوتلې وې د غور ولایتي شورا له ښځو او د ښځو له پرمختګ سره په دښمنۍ تورنه کړه. یوې مېرمنې ویل:

((موږ داسې کسان نه غواړو چې لاس یې د خلکو په وینو سره وي، د خلکو کورونه یې چور کړي وي، د خلکو زامن یې وژلي وي.

داسې کسان موږ نه غواړو. موږ همدا والي غواړو، چې زرګونه مظاهرې هم وکړي موږ له دې څخه خوشاله یو.))

د غور والي سیما جوینده ازادي راډیو ته وویل چې د دې مېرمنو د امنیت په اړه هم اندېښمنه ده او دا وېرېږي چې زورواکي قوماندانان د دې پلوي مېرمنو ته زیان وانه ړوي.

مېرمن جوینده د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د غور د روانې لانجې د څېړنې لپاره سمدستي دې ولایت ته یو پلاوی واستوي.

سیما جوینده چې په افغانستان کې له دوو ښځینه والیانو څخه یوه ده او شاوخوا څلورمیاشتې مخکې د غور د والي په توګه وګومارل په کار وګومارل شوه له پیله د ولایتي شورا او د دې ولایت د عالمانو د شورا د ځینو غړو له مخالفت سره مخامخ شوه.

نوموړې وايي چې د عالمانو د شورا پخوانی مشر هم د دې پرضد د اعتراضونو په تنظیم کې مهمه ونډه لري.

XS
SM
MD
LG