د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۴

خبرونه

چارواکي: افغان ځواکونو د کندز ښار چوک بیرته له وسله والو مخالفانو نیولی

د کندز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو د کندز ښار چوک بیرته له وسله والو مخالفانو نیولی.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاندسیدسرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې د نورو سیمو د نیولو لپاره هم تصفیوي عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي وو چې د کندز ښار یو شمېر هغه سیمي چې د وسله والو مخالفینو څخه یې نیولي وې تیره شپه بیرته د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جو بایډن: ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده.

ولسمشر بایډن همداراز ویلي چې د ناټو تړون پنځمه فقره چې د متقابلې دفاع په اړه ده یو سپېڅلی مکلفیت په ډاګه کوي.

د امریکا ولسمشر چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته وینا کوله ټینګار وکړ اروپا دې پوه شي چې امریکا یې ترڅنګ ده.

بایډن اروپا ته ځکه سفر کړی چې هم د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي او هم د واشنګټن له ملاتړه خپلو اروپايي ملګرو ته ډاډ ورکړي.

د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په دوره کې د امریکا او اروپا اړیکې سړې شوې وې.

تمه ده ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ د سویس په جنوا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

پکتیا کې چاودنې ۳ تنه ملکي وګړي ووژل

ارشیف، پکتیا کې د یوې چاودنې له سیمې پورته شوي لوګي

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، د وسله‌والو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۳ تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال رسنیو ته وویل چې دغه ملکي وګړي د زرمت ولسوالۍ په مموزیو سیمه کې په عامه لاره کې د خښ شوي ماین چاودنې له امله وژل شوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و چې د ګردېز-زرمت ترمنځ په یو شمېر لارو کې یې د نظامي قطارونو د مخنیوي په هدف ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو

افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین پيل

نن په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو سراسري واکسین پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په ګډه دا واکسیناسیون پیل کړی.

تمه ده د جون تر ۱۷مې شاوخوا نهه ملیونه او نهه لکه افغان ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي له درې ملیونو او درې لکو زیات ماشومان به په یو شمېر سیمو کې د واکسین له اخیستلو محروم وي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د ملا د تیر ترمنځ مهمه عصبي رشته یا نخاع زیانمنوي او بالاخره د ناروغ د ګوزڼ سبب ګرځي.

قاضي محمد امین وقاد مړ شو

ارشیف، قاضي محمد وقاد د ازادي راډیو په یوه ژوندۍ خپرونه کې د ګډون پر مهال. 22September2011

جهادي قوماندان او د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد نن وفات شو.

د ښاغلي وقاد زوی صهیب وقاد ازادي راډیو ته د هغه مړینه تأیید کړه.

هغه وویل چې پلار یې له دوو کلونو راهیسې ناروغ و او په دې وروستیو کې یې صحي وضعه د زړه او سږو د ناروغۍ له کبله ډېره نازکه وه چې بالاخره نن د اکسیجن د کمښت له امله وفات شو.

دا په داسې حال کې ده چې کرونا وبا هم ګڼې وتلې افغان څېرې اخیستې دي.

تازه نن د ولسمشر سلاکار او فرهنګي څېره محمد نبي مصداق هم ومړ.

ښاغلی مصداق کلونه په رسنیو کې کار کاوه.

تر دې مخکې پرون د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او لرغونپوه پروفیسور رسول باوري هم د کرونا له امله ومړ.

د ناټو غونډه؛ دغې سرمشریزه کې له افغانستانه د پوځیانو په وتلو هم بحث کېږي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سرمشریزې په لومړني حاشیه‌يي بحث کې د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو پر مهال

د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه، د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان مشران له افغانستانه د پوځیانو په وتلو، په ټولیز امنیت، سایبري ګواښونو، له چین او روسیې سره اړیکو او دفاعي لګښتونو باندې بحث کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سرمشریزې په لومړني حاشیه‌يي بحث کې وویل چې ناټو به له افغانانو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "لکه څنګه چې موږ خپل پوځي مأموریت پای ته رسوو. موږ به د افغانانو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له لارې چې دا ډېره مهمه ده. همداراز په دوامداره ملکي حضور سره د ظرفیت جوړونې او سلا مشورو په برخه کې. موږ په دې مسئله باندې غور کوو چې څنګه له هېواد بهر افغان پوځیانو په تېره بیا ځانګړو ځواکونو ته روزنه ورکړو. همداراز په دې له ټولو ملګرو سره بحث کوو چې مهم تأسیسات څنګه ساتلی شو، په تېره بیا د کابل نړیوال هوايي ډګر."

ښاغلي سټولټنبرګ بیا تکرار کړه چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه اسانه نه‌وه او ده په واضح ډول د دې کار خطرونو ته اشاره کړې، خو د ده په وینا ناټو هلته په دې نیت نه‌وه تللې چې د تل لپاره پاتې شي.

د ناټو سرمنشي وویل افغان ځواکونه اوس وخت ډېر مجهزه او پرمختللي دي او د امنیتي مسؤلیتونو د پر مخ بیولو جوګه دي.

چین د «جي-اووه» ګډه اعلامیه خپلو کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله

د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو مشران

په لندن کې د چین سفارت د «جي-اووه» یا د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو ګډه اعلامیه د چین په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او دا ډله‌یې په سیاسي جعل‌کارۍ تورنه کړې ده.

دا وروسته له هغه چې «جي-اووه» هېوادونو په بیجنګ باندې په شینجن او هانګ کانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو د ریکارډ د پرېښودلو انتقاد وکړ.

چین په شینجن کې د خپلو سیاستونو په خاطر ورځ تر بلې له نړیوالو نیوکو سره مخ کېږي.

اخوا له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند د متحده ایالاتو له‌خوا نسل‌وژنه بلل شوې ده.

د «جي-اووه» په اعلامیه کې له چین غوښتل شوي چې بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.

په لندن کې د چین سفارت نن په اعلامیه کې زیاته کړې چې «جي-اووه» هېوادونه دې د ګډوډۍ او تقابل د رامنځته کولو پر ځای نړیواله همکاري دود کړي.

د اسکار جایزې ګټونکی نېډ بېټي ومړ

ارشیف، د اسکار جایزه

د هالیووډ د سینما وتلی لوبغاړی نېډ بېټي په ۸۳ کلنۍ ومړ.

ده په څو فلمونو له هغې ډلې ډېلورېنس، سوپرمن او نېټورک کې د لوبېدو لپاره خورا شهرت ګټلی.

روېټرز خبري اژانس د اسکار جایزې د دې ګټونکي سینمايي لوبغاړي د لور بلوسوم بېټي په حواله لیکلي چې نېډ بېټي په لاس انجلس کې په خپل کور کې ساه ورکړې.

نېډ بېټي اته زامن او لورګانې درلودې او د امریکا د کینټاکي ایالت اصلي اوسېدونکی و.

دی یکشنبه سهار مړ شوی.

نېډ بېټي په څه باندې ۱۵۰ فلمونو او ټلوېزیوني ډرامو کې کار کړی.

د ناټو غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه لري

بروکسل کې د ناټو مرکز کې د نننۍ غونډې لپاره چمتووالی

د ناټو غړو هېوادونو مشران نن په بروکسل کې غونډه لري، دا د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان ۳۱ سرمشریزه ده چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن نیولې د ناټو د ټولو غړو هېوادونو مشران، دفاع او بهرنیو چارو وزیران په‌کې برخه لري.

تمه ده دوی د ناټو اړوند مسئلو له هغې ډلې ټولیز امنیت، اوکراین او ځینو نورو موضوع‌ګانو سربېره په افغانستان کې د ناټو په مأموریت او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بحث وکړي.

د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو لپاره به نننۍ سرمشریزه د دې یو فرصت رامنځته کړي چې له هغه مأموریت سره خدای پاماني وکړي چې د ناټو د تأسیس په تاریخ کې د دې تړون د سیاسي جغرافیې بهر لومړنی لوی او اوږد مأموریت و.

د ناټو ۳۰ غړي هېوادونه پر دې هم غور کوي چې په څه ډول کولای شي له افغانستانه بهر د افغان ځانګړو ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

ناټو ژمنه کړې چې په خپل ملکي حضور سره به د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د برما لیرې کړای شوې رهبره د خپلې محاکمې په لومړۍ جلسه کې راڅرګندېږي

د برما لیرې کړای شوې رهبره انګ سان سوچي

د برما لیرې کړای شوې رهبره انګ سان سوچي نن دوشنبه د خپلې محاکمې په لومړۍ جلسه کې راڅرګندېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې د پوځي کودتا له کبله د جنوب ختیځې اسیا د دغه هېواد د ډیموکراسۍ تجربه ختمه شوه.

د برما پخوانۍ ملکي رهبره سان سوچي د تېر کال په ټاکنو کې د سرغړونو په تور محاکمه کېږي.

په هغو ټاکنو کې د هغې په رهبرۍ د ډیموکراسۍ لپاره ملي لیګ په اکثریت رایو ګټونکی شوی و.

له پوځي کودتا راهیسې پوځ له وسله‌والو قومي ډلو سره له نوې شخړې سره مخامخ دی او هره ورځ په دغه هېواد کې د سان سوچي پلویان مظاهرې کوي چې په دې موده کې لږترلږه ۸۵۰ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

یو افغان هیئت د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد

د افغانستان عالي رتبه هیئت چې چک جمهوریت ته رسېدلی

د افغانستان یو عالي رتبه هیئت د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد.

په پراګ کې د افغانستان سفارت وايي دغه هیئت د یکشنبې په ورځ د افغانستان-چک او سلواکیا د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره پراګ ته ورسېد.

د سفارت د اعلامیې له مخې د هیئت په ترکیب کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري او نور چارواکي شامل دي.‌

دغه هیئت به د غبرګولي یا جوزا له ۲۴مې تر ۲۶مې د افغان-چک-سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د چک جمهوریت له لوړ رتبه چارواکو سره د سوداګرۍ د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

ننګرهار کې د لسګونه ښځو لاریون؛ د جګړې ښکېلې غاړې دې جګړه ودروي

ارشیف، د سولې لپاره د ښځو لاریون

په ننګرهار کې پرون یکشنبه لسګونه ښځو د یو سوله‌ییز لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه ودروي.

دوی وايي: ؛موږ سوله غواړو، زموږ بې‌ګناه افغانان هره ورځ وژل کېږي او په شهادت رسېږي. زموږ غوښتنه د جګړې له ښکېلو غاړو دا ده چې چې نور باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نور د پردیو خبرو ته باید غوږ ونه‌نیسي او دغه شته ستونزې دې باید د خبرو له لارې حل کړي."

دغو ښځو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده دغه‌راز له طالبانو وغوښتل چې لانجې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.

په جلال‌اباد کې دغه ښځې د سولې په پار دغه لاریون داسې مهال کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.

د ولسمشر غني سلاکار نبي مصداق ومړ

د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق

د ولسمشر محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

جمهوري ریاست نن په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله لیکلي، ارواښاد مصداق کلونه کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی.

بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نبي مصداق مړینه یوه ضایعه وبلله.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژورنالیزم د ډګر ځلانده ستوري نبي مصداق له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد نبي مصداق د ژورنالیزم په برخه کې د هېواد او هېوادوالو لپاره څو لسیزې خدمت کړی دی."

نبي مصداق چې لیکوالي یې هم کوله او د خبریال په توګه‌یې هم پخوا دنده ترسره کړې، تېره شپه د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.

د نوموړي دوه کتابونه چاپ شوي او یو ناچاپ اثر لري.

زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته وهڅاوه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قزاقستان کې له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته وهڅاوه.

خلیلزاد چې د جون له پنځمې یې کابل، دوحه او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو پلازمېنو ته سفر پیل کړی، پرون یکشنبه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د دې هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په نورسلطان کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم وباله او زیاته‌یې کړه: "په افغانستان کې او د پرمختیا هدف ته د رسېدو لپاره موږ له نورو هېوادونو سره ګډ کار کوو او زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې له چارواکو سره په دې اړه چې په ځانګړې توګه متحده ایالات او قزاقستان په ګډه او هم قزاقستان په یوازې سر د سولې د بهیر د پرمختګ او د اقتصادي ښې راتلونکې او د افغانستان له وګړو سره څه مرسته کولای شي، خبرې وکړم."

ښاغلي خلیلزاد وویل، په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو متحده ایالات به د دې هېواد تر خوا ولاړ وي او سولې ته د رسېدو د هڅو ترڅنګ به له دې هېواد سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد چې په دې سفر کې یې له دې مخکې له کابل، دوحې او یو شمېر نورو پلازمېنو څخه کتنې ترسره کړي هڅه کوي چې د افغانستان د دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ یو سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي.

سرچینه: د کندز خان‌اباد ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو ونیوله

ارشیف، د کندز خان‌اباد ولسوالۍ چوک

یوه سرچینه وايي، د کندز خان‌اباد ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ونیول شوه.

په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې وې.

په خان‌اباد ولسوالۍ کې یوې باوري سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه‌ښوولو په شرط نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د خان‌اباد ولسوالۍ مرکز تېره شپه د وسله‌والو له‌خوا نیول شوی دی.

سرچینه وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ توپخانې غونډۍ ته شاتګ کړی دی.

حکومتي چارواکو او رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې ادعا کړې چې نن سهار د خان‌اباد ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني له ټولو تجهیزاتو سره د دوی له‌خوا نیول شوي.

تازه د هرات والي تأیید کړه چې د دې ولایت اوبه ولسوالۍ هم طالبانو نیولې ده.

د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".

دا موندنې د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دي، خو کوم سیمه‌ییز رسمي مقام په رسمي ډول نه‌دي تأيید کړي.

د هرات والي: د اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې

د هرات والي عبدالوحید قتالي

د هرات والي تأیید کړه چې د دې ولایت اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې.

عبدالوحید قتالي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ نیولي، خو دوی هڅه کوي چې هغوی بېرته له دغو ودانیو وباسي.

د ښاغلي قتالي په خبره د نښتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۲۰ غړي ټپیان شوي چې د درېیو وضعیت‌یې نازک دی.

قتالي همدارنګه طالبانو ته هم په نښتو کې د درنې مرګ‌ژوبلې د ور اړولو خبره وکړه، خو ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري.

وسله‌والو طالبانو په اوبه ولسوالۍ کې چې د هرات ښار په ختیځ ۱۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې حملو ته زور ورکړی و.

طالبانو هم ویلي چې ولسوالۍ یې نیولې او یوازې په سیمه کې د ملي اردو یو کنډک مقاومت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".

دا موندنې د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دي، خو کوم سیمه‌ییز رسمي مقام په رسمي ډول نه‌دي تأيید کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG