د پاکستان صدراعظم نوازشريف وايي، په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د افغانستان او پاکستان اړيکې پراخې شوي او ټينګار کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځي شخړې د يوه هېواد په ګټه هم نه دي.
نوموړی همدا راز وايي، پاکستان د افغان دولت په غوښتنه او د نړېوالې ټولنې په مرسته تر پرله پسې هلو ځلو وروسته د افغان خواوو ترمنځ د مذاکراتو زمينه برابره کړه چې له بده مرغه دا لړۍ د ځينو پېښو تر رامنځته کېدو وروسته وځنډېده.
نوازشريف دا څرګندونې د پنجشنبې په شپه د امريکا په نيويارک ښارکې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په ٧٠يمه غونډه کې د وينا پرمهال وکړې.
ښاغلي شريف زياته کړه چې نړېواله ټولنه او پياوړي قوتونه په افغانستان کې د سولې پروسې د جاري پاتې کېدو غوښتونکي دي او همدا راز يې د افغانستان او سيمې د ثبات او سولې په لړکې د چين د هلو ځلو ستاينه هم وکړه.
صدراعظم شريف د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پرمهال د افغانستان په اړه وويل:
((پاکستان د افغان دولت د غوښتنې په ځواب کې د نړېوالې ټولنې په مرسته تر پرله پسې هڅو وروسته د افغانستان د سولې په پروسه کې د زمينې برابرولو په لړ کې افغان دولت او طالبان مخامخ خبرو ته کېنول چې دا يو بې سارى پرمختګ و.
خو له بده مرغه چې دا لړۍ د ځينو پېښو له امله وځنډېدله او بيا ځينې ترورېستي پېښې هم رامنځته شوې چې پاکستان په کلکو ټکو وغندلې.
پاکستان به د افغان دولت په غوښتنه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې د مذاکراتو په پيل کې مرسته وکړي، ځکه چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه د يوه په ګټه نه ده.))
د پاکستان صدراعظم همدا راز داعش وسله واله ډله د سيمې د هېوادونو او د نړۍ لپاره ګواښ وباله او همدراز يې د ټرورېزم د مخنيوي لپاره د وسله والې مبارزې ترڅنګ د بنيادي علتونو، لکه غربت او جهالت په له منځه وړلو هم ټينګار وکړ.
ښاغلي شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وينا کې يو ځل بيا د ترورېزم د ځپلو ژمنه تکرار کړه او ويې ويل، پاکستان د ترورېزم د ستر اغېزمن په توګه هر ډول ترورېزم په کلکو ټکو غندي:
(( پاکستان د ټرورېزم لومړى قرباني دى، موږ په ترورېستي پېښو کې زرګونه ملکي او پوځي خلک له لاسه ورکړي. د هر ډول او بڼې ټرورېزم پر ضد به زموږ جګړه دوام ولري. د ترورېستانو د ځپلو په هدف زموږ ضرب عضب عمليات تر ټولو ستر عمليات دي، چې د ټاکلو هدفونو د ترلاسه کولو پورې به دوام ولري.))
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ښاغل شريف د وينا دېره برخه د پاکستان و هندوستان اړيکيو ته ځانګړې شوې وه.
نوموړي په دې اړه وويل، چې حکومت يې له هند سره د ښو اړيکيو غوښتونکى دى او د دواړو هېوادونو د اړيکيو د پراختيا او خپلمنځي سولې لپاره يې يوه څلور ماديزه فارمولا هم وړاندې کړه.
د يادونې وړ ده، چې صدراعظم شريف د کشمير مسالې په يادونه کې پر ملګرو ملتونو نيوکه وکړه او تر دې دمه يې ددې مسالې نه هوارېدل ددې ادارې تر ټولو ستره ناکامي وبلله.
راپور: ذبيح شفق