د عفوې نړېوال سازمان [Amnesty International] په کندز کې د جګړې پر ښکیلو خواوو ږغ کړی چې د ملکي خلکو امنیت ته پام وکړي او پر ملکي اهدافو دې حملې نه کوي.
د دې سازمان د اسیا پسفیک د چارو مطبوعاتي مسوول الوف بلومکویست پرون ازادي راډیو ته وویل؛ طالبانو په مکرر ډول څرګنده کړې چې د خلکو ژوند ته اهمیت نه ورکوي؛ پر ملکي خلکو یې عمدي حملې کړې دي. موږ پر طالبانو ږغ کوو چې د نړېوالو قوانینو او اصولو درناوی وکړي؛ یعني پرملکي خلکو باید حملې ونه شي.
وسله والو طالبانو پرون سهار پر کندز ښار حمله وکړه. د افغانستان حکومتي چارواکي وايي؛ د کندز ښار مارکيټونه، د سرو زرو بازار او د خلکو مالونه چور شوي دي. افغان چارواکي د ملکي تلفاتو یادونه هم کوي؛ خو دقیق ارقام یې لا نه دي څرګند شوي.
ویل کیږي چې پرون د حملې پر مهال ډله – ډله خلکو د ښار د هوايي ډګر پر لور منډې وهلې او د تيښتې هڅه یې کوله.
د عفوې نړېوال سازمان، د هغو رپوټونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې وايي؛ وسله وال طالبان د حملې پرمهال، د کندز ښار ملکي روغتون ته ننوتي دي.
د اسیا پسفیک هېوادونو لپاره د دې سازمان مطبوعاتي مسوول خبرداری ورکړی چې روغتونونه باید د نړېوالو قوانینو پر اساس؛ له حملو خوندي وساتل شي او ډاکټران او نرسان باید د کار کولو لپاره له فشار او تشدد سره مخامخ نه شي.
الوف بلومکویست زیاته کړه؛ پر هغو خلکو چې په مستقیم ډول په جګړه کې ونډه نه لري؛ حملې جنګي جنایت ګڼل کیږي:
((نړېوال قانون تر دې زیات وضاحت نه شي ورکولای چې پر ملکي وګړو حملې او د ملکي خلکو پر ضد عمدي تشدد جنګي جنایت دی.))
دغه چارواکي وویل چې له کندزه یې ځورونکي رپوټونه تر لاسه کړي او په ښار کې د ملکي تلفاتو په اړه ضد او نقیض معلومات ورته رسیدلي دي.
د عفوې نړیوال سازمان وايي؛ د افغانستان حکومت باید د ملکي خلکو امنیت خوندي کړي.
دا سازمان وايي، د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول، نه دی توانیدلی چې په ډيرو مواردو کې د ښځو د حقونو فعالانو، د بشري حقونو مدافعانو او د ښځینه حکومتي مامورینو امنیت ټینګ کړي.
د عفوې نړېوال سازمان په کندز کې د دې وګړو په اړه ځانګړې اندېښنه څرګنده کړه.