د ايران ستر مذهبي مشر د سعودي عربستان له چارواکو غوښتنه وکړه چې د حج په مراسمو کې د خلکو په ټېل ماټېل کې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې له کبله بخښنه وغواي.
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه یي ويلي؛ سعودي عربستان بايد د حج د مراسمو پر مهال په وروستي ټېل-ماټېل کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو له کبله بخښنه وغواړي.
د سعودي عربستان چارواکي وايي؛ د پنج شنبې ورځې په پېښه کې اووه سوه نهه شپېته کسان مړه شوي او تر ٩٠٠ زيات نور ټپيان دي.
پېښه له مکې مکرمې ليرې د شيطان د ويشتلو پر مهال وشوه چې په تېرو ٢٥ کلونو کې د حج په مراسمو کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
تهران وايي، په مړو کې يوسل او څلور څلوېښت تنه ايرانيان هم شامل دي.
خامنه یي ويلي، دغه پېښه بايد هېره نه شي او ملتونه به په جدي ډول خپل فشار ته ادامه ورکړي.
ده په خپلو خبرو کې چې ايرنا خبري اژانس رااخيستي زياته کړې؛ سعودي عربستان بايد پړه ومني؛ دغه راز له مسلمانانو او د قربانيانو له کورنيو بخښنه وغواړي.
خامنه یي ويلي، له اسلامي نړۍ سره زياتې پوښتنې شته؛ تر زرو د زياتو کسانو مرګ کومه وړه مساله نه ده.
تر دې يوه ورځ مخکې د ايران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خلکو په ټېل-ماټېل کې د حاجيانو د مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه او د ايران لوى څارنوال ابراهيم رئيسي وويل؛ ايران به په نړېوالو محکمو او سازمانونو کې د دې ”جنايت“ له کبله د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د غړو د محاکمې هڅه وکړي.
بله خوا د ايران د کلتور وزير علي جنتي د ايران د يوه هيئت مشري کوي چې سعودي عربستان ته روان دى؛ څو په وروستي ټېل-ماټېل کې د مړو د انتقال؛ دغه راز د ټپيانو او ورکو کسانو د لټون د مسالې څارنه وکړي.
ايرنا خبري اژانس راپور ورکړى چې دغه هيئت ته لا هم د سعودي عربستان له خوا ويزې نه دي ورکړل شوي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجُبَير د ايران چارواکي تورن کړل چې له دې وروستۍ غميزې سره سياسي چلند کوي.
هاخوا د سعودي عربستان مشر مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله الشيخ د سعودي چارواکو دفاع وکړه او ويې ويل د ټېل ماټېل وروستۍ پېښه د انسانانو له کنټروله بهر وه.
د سعودي پاچا ملک سلمان د دې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.
اټکل کیږي چې په دې وروستۍ پېښه کې به ځينو افغان حاجيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي؛ خو چارواکي يې شمېر کم ښيي.
د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزير فيض محمد عثماني ازادي راډيو ته وويل چې پنځه افغان حاجيان چې ټول د يوې کورنۍ غړي او د فارياب ولايت دي؛ لا درکه دي چې د هغوى پلټنه روانه ده:
په ١٩٩٠م کال کې په مېنا کې په يوه تونل کې د هوا د کمښت له کبله نژدې يو نيم زر کسان او په ٢٠٠٦م کال کې په همدې ځاى کې د شيطان د ويشتلو پر مهال څه باندې درې نيم سوه حاجيان مړه شوي وو.
د حج مراسم پرون پای ته رسېدلي او خپلو اصلي هېوادونو ته د حاجيانو تګ پيل شوى دى.