د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

علومي: د طالبانو د اختلافاتو ترشا د پاکستان لاس دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، د طالبانو د اختلافاتو ترشا د پاکستان لاس دی او غواړي له دې لارې په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړي.

نورالحق علومي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د وژل شوو پولیسو له کورنیو سره د لیدو پر مهال وکړې.

ښاغلي علومي زیاته کړه چې د روان کال له پيل راهیسې په افغانستان کې ټولې تخریبي حملې د پاکستان له خاورې رهبري شوي دي.

د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو له رامنځته کیدو سره سم د کورنیو چارو وزیر وایي چې د دې اختلافاتو تر شا د پاکستان لاس دی او غواړي چې د طالبانو رهبري هغه چاته ورکړي چې د لاس آله یې وي.

نورالحق علومي وایي، پاکستان له دې لارې په افغانستان کې خپل اهداف پوره کوي او په دې کې د بې ګنا کسانو وژل او ځورول هم شامل دي.

ښاغلي علومي د چهارشنبې په ورځ د وژل شوو پولیسو له کورنیو سره په دې اړه وویل:

((نن د رهبرانو ترمنځ د واک ویش هم زموږ د ګاونډي هېواد د چارواکو له خوا کیږي ترڅو څوک په واک کې وساتي او څوک له واکه لرې کړي، دوی غواړي هغه څوک واک ته ورسوي چې د لاس آله یې وي او د هر حکم عملي کیدو ته یې غاړه کیږدي.))

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د نوي مشرملااخترمحمد منصورله ټاکل کیدو سره د طالبانو ترمنځ ځیني اختلافات رامنځ ته شول.

په لومړي سرکې دغه اختلافات د ملامحمدعمرد کورنۍ او د طالبانو د یوه قومندان ملا منصوردادالله له خوا وو، چې وروسته د ملاعمر کورنۍ ملااخترمحمد منصور سره بیعت وکړ خو دادالله لا هم ورسره مخالف دی.

منصور دادالله څه موده وړاندې د طالبانو نوی مشر د پاکستان استخباراتو ته په همکارۍ تورن کړ او زیاته یې کړه چې د ای.ایس.ای د لاسوهنې له امله دی او ملګري یې زابل ولایت ته راغلي دي.

د کورنیو چارو وزیر وایي، د روان کال له پيل راهیسې چې کومې حملې په افغانستان کې شوي، رهبري او پلان یې د پاکستان په خاوره کې شوی دی:

((د افغانستان مخالفین چې ریښې، رهبري، تمویل او ځالې یې له هېواده بهر دي، تل هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو خوږ ژوند له خطر سره مخ کړي.))

له دې وړاندې نورو افغان چارواکو هم پر پاکستان ورته تورونه پورې کړي، خو پاکستان بیا ویلي چې له تروریزم سره مبارزه کې صادق او دوی خپله هم د تروریزم قرباني دي.

که څه هم تراوسه طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې خپل منځي اختلافات جدي نه دي بللي او په خپلې خپلواکۍ یې ټینګار کړی دی.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG