د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

تردوه نيم زره زيات کډوال د ليسبوس جزيرې ته ورسېدل


تردوه نيم زره زيات کډوال چې ډېره برخه په کې افغانان دي، نن سهار د ليسبوس جزيرې ته ورسېدل.

دغه کډوال او پناه غوښتونکي په نژدې ٤٠ وړو کښتيو کې چې په هره يوه کې له ٦٠ تر ٧٠ پورې کسان سپاره وو، په داسې حال کې چې باران اورېده، د يونان د ليسبوس جزيرې سواحلو ته ورسېدل.

د رويټرز اژانس يوه فوټوګرافر ويلي چې شا وخوا ٩ نورې کښتۍ يې له ليرې ليدلي چې دغه ساحل ته ور روانې وې.

يوه ١٨ کلن افغان کډوال روهين اژانس ته ويلي، دا ډېر ستونزمن سفر وو، موږ ټول په وېره کې وو.

روان ميلادي کال په زرګونو کډوال چې ډېره برخه يې د افغانستان، سوريې، عراق او نورو هېوادونو دي، له ترکيې څخه د يونان ختيځو جزيرو ته اوښتي دي.

د کډوالو نړيوال سازمان مخکې اټکل کړى و، چې د روان ميلادي کال په لومړيو کې ٤لکه او ٣٠زره کډوالو او پناه غوښتونکو، د مقدونيا له لارې اروپا ته ځانونه رسولي، چې ٣لکه او ٩زره يې د يونان له لارې د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته تللي دي.

اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ يو پلان تصويب کړ، چې شا و خوا يولک او ٢٠زره کډوال به، چې ډېرى يې د جګړه ځپلې سوريې دي، د دغې ټولنې پر ٢٨ غړو هېوادونو ووېشل شي.

دوى به د راتلونکو دوو کلونو په موده کې په دغو هېوادونو کې مېشت کړاى شي.

خو د ختيځې اروپا يوشمېر هېوادونو د دې پلان مخالفت کړى او وايي دوى به د کډوالو هغه سهميه، چې د پلان له مخې بايد دوى پناه ورکړي، ونه مني.

چک جمهوريت، هنګري، رومانيا او سلواکيا د اروپايي ټولنې د دې پلان لپاره مخالفه رايه ورکړې ده.

روان ميلادي کال د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته څه باندې پنځه لکه کډوال ورغلي دي.

د افغانستان، سوريې او عراق دغو کډوالو او پناه غوښتونکو ويلي چې د جګړو له کبله له خپلو هېوادونو وتلو ته مجبوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG