د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

کورنیو چارو وزارت: بچه بازي د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده


د افغانسان د کورنیو چارو وزارت وایي، که د بچه بازۍ په پیښو کې امنیتي ځواکونه ښکیل وي، دوی دا مساله جدي تعقیبوي او عامیلیونو ته یې سخته سزا ورکوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا وایي چې د دوی د یوې څیړنې په نتیجه کې معلومه شوې چې د بچه بازي ناوړه پدیده تراوسه د افغانستان په یو شمېرسیمو کې رواج لري خو دا مساله چې په دا ډول یوې پیښه کې امنیتي ځواکونه ښکیل بلل شوي او نړېوالو ځواکونو هم سترګې پرې پټې کړي، د دوی اندیښنې نورې هم زیاتوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې وویل چې بچه بازي د افغانستان د فرهنګ یوه برخه نه ده او دا یو کرغیړن عمل دی.

دغه وزارت په انټرنیټ پاڼه کې ویلي چې د افغانستان په قوانینو کې بچه بازي ځای نه لري او هغه یو جرم دی چې د عاملانو لپاره یې سخته سزا په په پام کې نیول شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم دغه یوه ناوړه پدیده بولي او وایي چې دغه مساله یې جدي تعقیب کړې او د بچه بازي د دغې ناوړه پدیدې په اړه یې په افغانستان کې یوه عمومي څیړنه ترسره کړې ده.

په دغه څیړنه کې د مدني ټولنو له استازو، چارواکو، له قربانیانو او هم له عاملیونو سره خبرې شوې او نتیجې یې ښودلې چې په خواشینۍ سره دغه پدیده تر اوسه په افغانستان کې رواج لري او هلکان په تیره کم عمره ماشومان یې ښکار کیږي.

د دغه کمیسیون اجرایه ریس محمد موسی محمودي له ازادي راډیوسره په خبرو کې د دغې نوې پیښې په اړه چې نیویارک ټایمز رابرسیره کړې وویل، دا د دوی اندیښنې نورې هم زیاتوي:

((دغه مساله د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اندیښنې لا زیاتوي په تیره بیا دغه پیښه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په کې ښکیل دي او نړېوال ځواکونه چې د بشري حقونو د رعایتولو په تیره بیا د ماشومانو د حقونو په خوندي کولو کې دروند مسولیت لري پرې خبرو او د مخنیوي لپاره یې هیڅ اقدام نه دی کړی او نه یې عم عاملینو ته سزا ورکړې ده.))

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کیمپبل وايي، موږد بچه بازي په نوم، پر کوچنیانو د جنسي تیري د زغم پالیسي نه لرو.

کامپبل دا خبرې د نیویارک ټایمزد راپور په اړه کړې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې میشتو امریکايي پوځیانو ته د هغو د مشرتابه له لوري سپارښتنه شوې وه چې د بچه بازي پر پيښو سترګې پټې کړي. خو کامپبل وايي چې دا ادعاوې حقیقت نه لري.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې په اړه له راپورونو خبردی او د دغه ناوړه، غیرانساني او غیرمذهبي عمل د مخنیوي لپاره یې د قوانیونو د تطبیق په برخه کې جدي اقدامات کړې دي.

له ارګ څخه د خپره شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر اشرف غني نن د ویډیو کنفرانس له لارې د هیواد له ټولنو امنیتي مسولینو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې هدایت ورکړچې د روزنې او جزایي اقداماتو له لارې د دغو اعمالو مخنیوی وکړي.

ولسمشردغه راز د افغانستان د بشري حقونود خپلواک کمیسیون، کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ته هم هدایت ورکړی چې له ماشومانو څخه د جنسي استفادې د مخنیوي لپاره یوه څارونکې کمیټه جوړه او دا یقیني کړي چې عاملین یې قضایي تعقیب شي.

XS
SM
MD
LG