د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

الکوزی: سیاسي ستونزو د چابهار بندر ګټه اخیستنه اغیزمنه کړې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي؛ په سیمه کې موجوده سیاسي ستونزو د چابهار بندر د ګټې اخیستنې چارې متاثرې کړي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ څو - څو ځله د چابهار تجارتي بندر د ټرانزیټي او تجارتي تړون د بشپړولو لپاره بحثونه شوي؛ خو د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د سیمې سیاسي ستونزو د دغه بندر ګټه اخیستنه اغیزمنه کړې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د چاه بهار بندر څخه د ګټې اخیستنې پر ګټو ټینګار کوي او وایي چې افغانستان، ایران او هند باید په ګډه د خپلو اقتصادي ګټود خوندي کولو لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي الکوزي د سې شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې په دې اړه ډیرې درې اړخیزې ناستې بې نتیجې تر سره شوې؛ نو ځکه باید دوی په دې برخه کې د خنډونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي.

((په دې کې ستونزه نه شته، مشکلات سیاسي دي او کله چې د هند او افغانستان ترمنځ ستونزې پیدا شي؛ دا پروسه لږ وځنډیږي، ځکه په دې کې د افغانستان زیاته ګټه ده؛ همدرانګه کله چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې شي؛ نو د دې پروسې کارونه سست شي، بل خوا کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مناسبات ښه شي؛ نو هند له افغانستان سره خپلې مرستې سستوي.))

د چابهار بندر د ایران په جنوب لویدیځ کې پروت یو له مهمو سمندري بنادرو څخه دی.

دا بندر د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره چې سمندر ته لاره نه لري او مجبوره دي؛ څو خپل سوداګریز مالونو له اوږدو لارو انتقال کړي؛ خورا اقتصادي ارزښت لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولان له پاکستان سره د افغانستان د ټرانزیټي ستونزو یادونه کوي او وايي چې دا به د هند او اروپا بازارونو ته د رسېدو یوه ښه بدیله لاره واوسي.

په دې وروستیو کې افغان، ایراني او هندي چارواکو د ایران په مرکز تهران کې په یوه تخنیکي غونډه کې ګډون وکړ او د چابهار ټرانزیټي او ټرانسپورټي موافقتنامې په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په شپږم کنفرانس (ریکا)کې چې دوه اونۍ وړاندې په کابل کې جوړ شوی و؛ پرېکړه وشوه چې د چابهار بندر موافقتنامه چې له ۱۳۹۰ کال راپه دېخوا د هېوادونو ترمنځ مطرح کیږي؛ ژر نهايي شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یوشمېرغړي وايي چې په ایران باندې د نړېوالو اقتصادي بندیزونه د دې لامل شوي چې له دې بندر څخه د افغاني مالونو ټرانزیټ اغیزمن کړي.

په دې جرګه کې د ملي اقتصاد کمېسیون غړی منور شاه بهادري د چابهار بندر اهمیت ته په کتو وايي؛ افغان حکومت باید په دې برخ کې له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.

((له بده مرغه کله چې تفاهم کیږي، هییت هلته نه پاتې کیږي، په کار ده چې هند، افغانستان او ایران په سیمه کې نظارتي دوامدار هییت ولري؛ څو افغانستان د داسې بندر لپاره نړېواله ژمنه ولري.

ایران تر اوسه له نړیوالو بندیزونو نه دی راوتلی؛ که بندر خلاص هم وي او سوداګریزې چارې او معاملې د بانکونو له لارې ترسره نه شي؛ نو دا ستونزه به پرځای وي.))

د ولسي جرګې دا غړی همدارنګه ټینګار کوي چې په هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو پلي کول د حکومت په پياوړې ادارې پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې په هېواد کې د پانګونې اچونې او له نورو هېوادونو سره د ټرانزیټي او سوداګري لارو چارو د رامنځ ته کولو په هدف نوې هڅې پیل کړې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG