د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

صدیقي: د بچه بازۍ په اړه د نیویارک ټایمزمقاله بې اساسه ده


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د ناوړه فعالیتونو او بچه بازۍ په اړه د نیویارک ټایمزمقاله زړه او بې اساسه بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې پخوا د محلي پولیسو په لیکو کې ځیني ستونزې موجودې وي، خو اوس د دوی د څارنې او ارزونې په نتیجه کې دا ډول ستونزې له منځه تللي دي.

نیویارک ټایمز په دې وروستیو کې راپور ورکړچې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یوه امریکایي عسکر ورته ویلي چې د افغان پولیسو په لیکو کې د بچه بازۍ پدیده موجوده ده.

د دې راپورپه یوه برخه کې ویل شوي چې بچه بازي په افغانستان کې یو فرهنګ دی او امنیتي مسولین یې مخنیوي ته تدابیر نه لري.

زموږهمکار اسدالله لودین په دې اړه د کورنیو چارو وزارت له ویاند صدیق صدیقي سره مرکه کړې او په سر کې یې د نیویارک ټایمز د راپور په اړه د هغه نظر پوښتلی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG