د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

وزیري: د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کاملاً د داعش له حضوره پاکه شوې


همیشه بهار ننګرهار په وروستیو کې د داعش ډلې له جدي ګواښ سره مخامخ دی او زیات شمېر اوسیدونکي یې د دغې ډلې د ظلمونو په خاطر د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ننګرهار په زیاتو سیمو کې د داعش پر وړاندې عملیات پیل کړي چې د دغه وزارت د مسوولینو په خبره د کوټ ولسوالۍ اوس د دې ډلې له موجودیت څخه تصفیه شوې ده.

د دفاع وزارت یو ویاند جنرال دولت وزیري له آزادي راډيو سره خبرو کې وویل چې په ننګرهار کې به عملیات تر هغو دوام وکړي چې داعش ډله په بشپړه توګه له منځه نه وي تللې:

((د کوټ ولسوالۍ کاملاً تصفیه شوې ده. داعش ته ډیر زیات تلفات رسیدلي دي د هغوی مرکزونه وران شوي دي. په نورو ولسوالیو د شینوارو کې هم عملیات روان دي او دې ته موږ تر هغو دوام ورکوو؛ تر څو چې د شاوخوا ټولې ولسوالۍ د دوی د تسلط او ګواښ څخه خلاصي شي.))

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې د وسپنیز مثلث په نوم په خوګیاڼیو؛ شیرازدو او حصارک ولسوالیو کې عملیات شوي چې په کې د اسلامي دولت په نوم ډلې یا داعش ته تلفات رسیدلي دي.

ده همدا راز وویل چې په شینوارو، اچین او سپین غر ولسوالیو کې هم د عملیات پلان شته.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم له آزادي راډيو او شمشاد ټلویزیون سره ځانګړې مرکه کې وویل چې ډېر ژر به په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې اقدام وشي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار هم له دې مخکې له حکومته غوښتي وو؛ څو په ننګرهار کې د داعش د نفوذ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال او د ننګرهار استازي ظاهر قدیر هم وړاندې تر دې حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې اقدام و نه کړي؛ په خپله به لاس په کار شي.

که څه هم دفاع وزارت په ختیځ ننګرهار او شاوخوا ولایتونو کې یې د داعش د ځپلو لپاره د جدي هڅو خبره کوي؛ خو په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي وایي؛ حکومت تر اوسه په کوټ کې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.

د ولسي جرګې استازې آرین یون آزادي راډيو ته وویل چې په کوټ ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده چې له امله یې درې زره کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي:

((تر اوسه پورې کومه خاصه لاسته راوړنه د دولت په لاس کې نشته چې موږ ووایو حکومت دې کومه سیمې نیولي اوسي او داعش دې په تېښته کې وي.

جګړه په کوټ ولسوالۍ کې روانه ده او ملکي تلفات په کې ډېر دي. د خلکو کورونه وران شوي دي؛ خلک وژل شوي دي.))

مېرمن یون پر حکومت انتقاد وکړ مخکې له مخکې یې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد عملیات پيل نه کړل او اوس دا ډله هلته ډېره پياوړې شوې او پر وړاندې یې جګړه هم سخته شوې ده.

افغان حکومت او د چارو کارپوهانو په وار وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې مبارزه کې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا شته ځکه دا یوه پردۍ پدیده ده او زیان یې هم ټولې سیمې ته متوجې دی.

XS
SM
MD
LG