د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۴

د کابل د شاشهید سیمې اوسیدونکي اختر نه لمانځي


د کابل د شاشهید سیمې اوسیدونکي وایي چې اختربه ونه لمانځي.

دوې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د چاودنې له امله د دوې وران شوي کورونه به جوړوې خو دا ژمنې نه دي عملي شوي.

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي چې د شاشهید د سیمې زیانمنو شوو کورنیو سره به مرستې وکړې او کورونه به یې ورغوي.

له دې چاودنې ۴۵ ورځې تیریږي خو د شاشهید خلک وایي چې له دوې سره حکومت مرسته نه ده کړې.

حکومت هغه مهال وویل چې په دې حمله کې پنځلس کسان وژل شوي او د څلور سوو په شااوخوا کې ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG